ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ۹۳ سلنه ټیټه شوې

په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ۹۳ سلنه ټیټه شوې

author avatar
24 Feb 2020 - 16:07
په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ۹۳ سلنه ټیټه شوې
author avatar
24 Feb 2020 - 16:07

 

کابل (پژواک، ۵ کب ۹۸): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د ((تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ)) له پیلېدو وروسته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تېرو ورځو په پرتله د تاوتریخوالي کچه ۹۳ سلنه ټيټه شوې ده.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته د تېرې شنبې ورځې د شپې له ۱۲ بجو وروسته دې په ټول هېواد کې د «تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ» پیل شوه.

ټاکل شوې د دې اوونۍ په پای کې طالبان او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړي او وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پای کې پر اوربند توافق وشي څو افغانستان کې یوه پایداره سوله ټینګه شي.

د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح په کابل کې د رسنیو د استازو یوې خبري ناستې ته وویل، د دولت وسله وال مخالفین د تاوتریخوالي اوونۍ د پیل له اعلان مخکې په ټول هېواد کې هره ورځ له اویا تر اتیا بریدونه ترسره کول.

د ده په خبره، د تاوتریخوالي کمښت په دې معنا دی چې د بریدونو کچه لږ تر لږه اتیا سلنه کمه شي.

هغه زیاته کړه چې حکومت او په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښټ څاري او په هغه پورې اړوند مسایل په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره شریکوي.

د ده په خبره، ټاکل شوې له طالبانو سره د سولې خبرو له لاسلیک وروسته د طالبانو، افغان حکومت او امریکایي ځواکونه د هغه د تطبیق او څارنې لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.

پژواک د تاوتریخوالي د کمښت څارنه کوي او موندلې یې ده چې د تېرې شنبې د شپې له ۱۲ بجو وروسته تاوتریخوالی د پام وړ کم شوی دی.

د پژواک راپورونه ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ په هېواد کې په منځنۍ کچه اویا تنو ته مرګ او ژوبله اوښته خو د تاوتریخوالي د کمښت له اعلان ۴۸ ساعته وروسته دغه شمېر نهه ته کم شوی دی.

د «تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ» له پیلېدو ۴۸ ساعته وروسته یو برید د بلخ ولایت په زارې ولسوالۍ، یو برید د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ، یو برید د اروزګان ولایت په چنارتوی ولسوالۍ، یو برید د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ، یو برید د کندهار په معروف ولسوالۍ او یو بل برید د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.

د یادو بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد تېره شنبه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو: ((د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کولو لپاره یوازې د ټولو ولایتونو پر مرکزونو، د قول اردوګانو پر مرکزونو، فرقو او غوڼدونو او دغه راز د بهرنیانو پر ټولو مرکزونو بریدونه نه ترسره کېږي، خو له یادو ځایونو پرته د مجاهدینو هر ډز باید سرغړونه ونه ګڼل شي ځکه دا عمومي اوربند نه دی.))

د یادونې ده، د تاوتریخوالي د اوونۍ پر لومړۍ ورځ دوه وسله وال بریدونه چې پر وسله والو مخالفینو پورې تړاو نه لري ترسره شوي دي.

راپورونه وايي چې د حزب اسلامي یو قوماندان په سمنګان ولایت کې ناپېژاندو وسله والو په یوه برید کې ووژلو او د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی دی، او د پروان د خلکو سناتور محمد صالح او د دغه ولایت د بګرام د مجاهدینو شورا د رییس شاه جهان د کسانو ترمنځ په وسله واله نښته کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.