د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د جنسي پارونې درملو غیر ناقانوني پېر او پلور ډېر شوی

کندهار کې د جنسي پارونې درملو غیر ناقانوني پېر او پلور ډېر شوی

Feb 24, 2020 - 14:37

کندهار (پژواک، ۵ کب ۹۸): په کندهار کې په دې وروستیو کې د جنسي پارونې د درملو ناقانونه پېر او پلور ډېر شوی چې له امله يې په ځوانانو کې ګڼې روغتیايي ستونزې پیدا کړې دي.

دغه درمل د ټابلیټونو، سپرېګانو او کریمونو په بڼه په پټه د غیر مسلکي کسانو له لوري پلورل کېږي.

د دغو درملو په پېر او پلور کې انټرنېټ مهم رول درلودلی؛ ځکه تر ډېره د دغو درملو اعلانونه پر ټولنیزې رسنۍ (فېسبوک) خپرېږي او خلک یې اخیستو ته هڅول کېږي.

روغتیا پالان او ډاکټران وايي، له بده مرغه په دې وروستیو کې ګڼو ځوانانو د دغو درملو کارولو ته مخه کړې چې په هغوی کې د ګڼو خطرناکو ناروغیو د پیدا کېدو لامل شوي دي.

په دې اړه د کندهار یوه ډاکتر محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تشخیص او د ډاکتر له نسخې پرته د جنسي تقويې او یو شمېر نورو درملو خرڅول او رانیول ناقانونه کړنه ده خو بیا هم ورځ تر بلې یې کارول ډېرېږي.

دی وايي، ان ډېر ځوانان چې اصلاً کومه جنسي ستونزه نه لري، غولېدلي او د دغو درملو کارولو ته یې مخه کړې ده.

ډاکټر نبي زیاتوي: ((په دې وروستیو کې چې انټرنیټ ته لاسرسی ډېر شوی، ځینې اشخاص له دې وسیلې ناسمه استفاده کوي، په ځينې سوداګریزو ګروپونو کې د دغو درملو اعلانونه خپروي، ځوانان بې لارې کوي او دغه درمل پرې په لوړه بیه پلوري.))

د نوموړي په وینا، تر ډېره دغه درمل د ټیټ کیفیت لرونکي وي او یا جعلي وي؛ ځکه په قاچاقي لارو راوړل کېږي.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه په دې اړه عامه پوهاوی کم دی؛ ځکه خو ډېری ځوانان له اړتیا پرته د خپل هوس له مخې دغه درمل پېري.

خو دی وايي چې د ناروغۍ له تشخیص او اړتیا پرته د دغو درملو کارول خلک له بدو روغتیايي عواقبو سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي، هره ورځ داسې ناروغان ورته مراجعه کوي چې د دغو درملو له لاسه روغتیايي ستونزې ورته پېښې شوي وي.

ډاکتر نبي وویل، په خپلسرې توګه د دغو درملو کارول، خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو ته خطرناکې او ان وژونکې ناروغۍ پېښې کړي.

دی وايي: ((د جنسي پارونې درمل په انسانانو کې د زړه، اعصابو، معدې، د وینې د لوړ فشار او نوروې ناروغۍ پيدا کوي چې درملنه یې ستونزمنه ده.))

نوموړی په دې برخه کې د عامه پوهاوي پر ډېرولو او په قاچاقي بڼه د دغو درملو د راوړلو پر مخنیوي ټینګار کوي.

په کندهار کې یوه بل ډاکتر ذبیح الله هم وايي چې له اړتیا پرته په خپلسرې توګه د جنسي پارونې درمل په انسانانو کې د زړه حملې، د رګونو ازادېدو، عصبي اختلالاتو او نورو جدي روغتیايي ستونزو پیدا کېدو لامل کېږي.

 

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د جنسې پارونې درمل یوازې د پاخه عمر کسانو ته د اړتیا پر مهال د ناروغۍ تر تشخیص وروسته ورکول کېږي، نه دا چې هر څوک یې په خپل سر وکاروي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې که ځوانان جنسي ناروغي ولري نو باید د ناروغۍ تشخیص یې وشي، کېدای شي په بدن کې د ویټیامینونو او منرالونو د کمښت له امله دغه ستونزه ور پېښه شوې وي چې په دې صورت کې بیا هم دغه درمل نه ورته تجویز کېږي، باید د بدن ویټامینونه یې پوره شي.

هغه دا هم وویل چې د دغو درملو کارول له دې امله هم خطرناک دي چې کاروونکي پرې روږدي کېږي.

ډاکټر ذبيح الله هم پر دې ټینګار کوي چې د خلکو تر منځ باید د دغو درملو د نه کارولو په اړه عامه پوهاوی ډېر شي او له زیانونو یې خبر شي.

 

په کندهار کې د اروايي مسایلو یو کارپوه شریف الله حبیبي پژواک ته وویل: ((دا چې زموږ ټولنه تر ډېره سنتي او محافظه کاره ده، هغه کسان چې جنسي ناروغي یا ستونزې ولري، ډاکټر ته تلل او خپله ستونزه ورسره شریکول شرم ګڼي، نو ځکه په پټه توګه په خپلسرې توګه د دغو درملو کارولو ته مخه کوي.))

 

دی وايي، په دې وروستیو کې انټرنېټ ته لاسرسي دغو درملو ته لاسرسی اسانه کړی؛ ځکه په ډېرو سوداګریزو ګروپونو کې په پټه د دغو درملو اعلانونه خپرېږي او دغه اشخاص یې تر کورونو او کارځایونو ور رسوي.

هغه زیاتوي، تر ډېره هېواد ته را واردېدونکي دغه درمل جعلي وي چې په کارولو کې یې انسانانو ته د ګڼو نورو خطرناکو ناروغیو تر څنګ اروايي ستونزې پېښېږي.

نوموړی هم د دغو درملو د ناقانونه پېر او پلور او خپلسرې کارولو په موخه د عامه پوهاوي پر ډېرولو ټینګار کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې مخنیوی یې وکړي.

د کندهار یو ۲۸ کلن اوسېدونکی چې دوه کاله مخکې یې واده کړی او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دغه درمل کارولي او د وخت په تېرېدو یې جدي روغتیايي ستونزې ورته پیدا کړي دي.

هغه پژواک ته وویل: ((څو میاشتې مخکې مې پر فېسبوک د جنسي پارونې د درملو یو اعلان ولید، که څه هم هیڅ اړتیا مې نه لرله، ناحقه مې سودا شوه چې رایې نیسم او و یې ازمایم، خو د دغو درملو له کارولو سرهمې د زړه ضربان تېز شو، زړه مې یو ډول تکان پیدا کړ او داسې مې احساسوله چې پر زړه مې فشار راځي.))

دی وايي، وروسته ډاکټر ته ولاړ او پر خپله درملنه یې ډېرې پیسې ولګولې.

ده دا هم وویل چې که په سر کې پوهېدای چې دغه درمل یې روغتیا ګواښي نو کله به یې هم نه وای کارولي.

نوموړی خپلې ترخې تجربې ته په پام له ځوانانو غوښتنه کوي چې د ناسمو افکارو او تبلیغاتو تر اغېز لاندې دې نه راځي او کله دې هم د ناروغۍ له تشخیص او ډاکټر له مشورې پرته درل نه کاروي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي مني چې په بازار کې دغه درمل موندل کېږي او د نامسلکي کسانو له خوا په ناقانونه توګه پلورل کېږي.

د دې ادارې د قوانینونو د پلې کېدو د څېړنې مدیر ډاکتر ذبیح الله فیضي پژواک خبري اژنس ته وویل، ستونزه دا ده چې دغه درمل په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړل کېږي چې ډېر یې بې کیفیته هم وي.

دی وايي، د کندهار په درملتونونو او نورو پلورنځيو کې د جنسي تقویې په نوم د ټابلیټونو، سپرېګانو او کریمونو پېر او پلور جدي ستونزه ده چې دوی یې وخت په وخت څارنه او کنټرول کوي.

خو دی وايي چې د دوی له هڅو سربېره د دغو درملو پېر او پلور او کارول ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ده په خبره، دا د عامې روغتیا ریاست تر څنګ د ځینو نورو دولتي ادارو او امنیتي ارګانونو دنده هم ده چې هم د دغو درملو د واردولو مخنیوی وکړي او هم یې د نه کارولو اړوند د عامه پوهاوي په برخه کې هڅې وکړي.

د یادونې ده، دا یوازې د جنسي پارونې درمل نه دي چې په ناقانونه توګه پلورل کېږي بلکې په ورته توګه د چاغښت او ډنګروالي په نوم هم ځینې درمل پلورل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking