ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى طالب چارواکى له حکومته ګيله من دى

د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى طالب چارواکى له حکومته ګيله من دى

author avatar
25 Feb 2020 - 10:42
د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى طالب چارواکى له حکومته ګيله من دى
author avatar
25 Feb 2020 - 10:42

کندهار (پژواک، ۶ کب ٩٨): د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى پخوانى طالب چارواکى وايي چې له خپل اوسني ژونده خوښ دى، په ټاکنو کې يې هم برخه اخيستې وه، خو حکومت قصداً ناکام کړ.

د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په خپل ژوند کې له خپل نفوذ او اړیکو په کار اخیستو د سولې یوه لړۍ پیل کړې وه او له مخې یې ډېری طالب مشران اړ کړل چې جګړه پرېږدي او خپلو مېنو ته راستانه شي.

د معلوماتو له مخې، د هغه په هڅو د سوېل زون، په ځانګړې توګه د کندهار اړوند ۳۹ طالب چارواکي چې د واليانو، ولسوالانو، قوماندانانو او دلګۍ مشرانو تر کچې یې په دې ډله کې کار کړی و، له جګړې را وګرځوي او خپلو مېنو ته یې راستانه کړي.

خو د هغه له وژل کېدو وروسته دغه لړۍ ودرېده.

له دې ډلې چې د جنرال عبدالرازق په هڅو د سولې له پروسې سره یو ځای شوي، یو هم مولوي محمد منظور حسیني دی.

له ده پرته پاتې نور کسان د امینتي ستونرو له امله نه غواړي چې رسنیو ته مخامخ شي او په اړه یې ډېر معلومات خپاره شي.

حسیني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بادغیس د امنیه قوماندان، د المپیک د عمومي رییس او د سوېل زون د نظامي مسوول په توګه او راوروسته د هغوی په نظامي لیکو کې بېلابېلې دندې تر سره کړي دي.

هغه د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال له کندهاره ولسي جرګې ته ځان هم نوماند کړی و او د هغو ۳۹ طالب چارواکو مشري هم پر غاړه لري چې د جنرال عبدالرازق په هڅو د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.

مولوي حسیني له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، شاوخوا څلور کلونه مخکې د جنرال عبدالرازق په هڅو د طالبانو له لیکو رابېل او د سولې له پروسې سره یو ځای شو.

نوموړي د جنرال عبدالرازق د دغو هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، هغه د کردار او عمل سړی و، د هغه موخه دا وه چې ټول افغانان (که په هر فکر او نظریه وي)، باید پر یوه ټغر سره راټول شي.

د ده د معلوماتو له مخې، د امنیه قوماندان د هڅو په پایله کې د ده په ګډون د طالبانو لسګونو مهمو غړو جګړه پرېښوده او خپلو مېنو ته راستانه شول.

دی هم وايي چې د هغه له وژل کېدو وروسته دغه لړۍ درېدلې ده؛ ځکه نور اشخاص خپلې شخصي او سیاسي ګټې پالي او هومره هېواد او ملي ګټو ته ژمن نه دي.

نوموړی پر خپلې دغې پرېکړې او راتګ خوشحاله دی خو له دولته ګیله من دی، د ده په خبره، له قوماندان پرته نور ورسره هېچا مرسته ونه کړه.

دی وايي: “حکومت د دې پروسې له لارې له راغلو مشرانو سره هېڅ راز مرسته ونه کړه، نه يې هغوی ته د استوګنې ځایونه برابر کړل او نه یې هم هغوی ته دندې پيدا کړې.”

حسیني د بېلګې په توګه تېرې پارلماني ټاکنې یادې کړې چې که څه هم ډېرې رایې یې وړې وې خو حکومت ناکام کړ څو پارلمان ته لار پیدا نه کړي.

ده وویل: “په پارلماني ټاکنو کې مې د لسګونو کاندیدانو له منڅه څه باندې ۵زره رایې وړې وې خو د ټاکنو کمېسیون زما رایې کمې کړې او ناکام یې کړم، خو برعکس هغه یې کامیاب کړل چې ان ۱۵۰۰ رایې یې هم نه وې وړې.”

ده ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون د هغه مهال مشر ورڅخه د ۵۰زره ډالرو غوښتنه کړې وه او ورته ویلي یې وو چې که پیسې ورکړي نو بریالی به یې اعلان کړي خو ده دغه کار ونه کړ.

دی وايي، همدا کړنې او بې عدالتۍ دي چې دی پر خپل راتګ پښېمانه کوي.

د دې ترڅنګ هغه یادونه وکړه چې د ده په ګډون ټول یو ځای شوي کسان له اقتصادي اړخه په ناسم وضعیت کې ژوند کوي او که وضعیت داسې وي نو ښايي نور څوک د دوی په څېر وسلې اېښودو ته زړه ښه نه کړي.

هغه زياته کړه: “همدا اوس زه د امنیتي ستونزو له امله په منډیګک ماڼۍ کې اوسم، کور مې په ښوراندام کې دی، خپل ماشومان نه شم لیدلای، وروستیو ورښتونو مې د کور دېوالونه نړولي خو زه دومره توان نه لرم چې د خپل کور دېوالونه ورغوم.”

د ده په خبره، له دې وړاندې یې هم ژوند له ستونزو ډک و او اوس یې هم ژوند له خطرونو او ګواښونو سره مخ دی، پخوا يې یوازې حکومت دښمن و، خو اوس یې هم حکومت دښمن دی او هم طالبان.

نوموړي د خپل تېر ژوند یوه ترخه خاطره هم له پژواک سره شریکړه کړه او ويې ویل: “څو کلونه مخکې مې د طالبانو په لیکو کې له غزني تر کابل پورې نظامي مسوولیت پر غاړه درلود، تازه په کوېټه کې خپل کور ته ستون شوی وم چې یو پاکستانی کرنل مې کور ته راغی او غوښتنه یې کوله چې د دې لارې په ترانزیټ کې باید ونډه ورکړل شي.”

حسيني زیاتوي، د دغه کرنل خبرو بده اغېزه ورباندې وکړه، خبرې یې ورسره واوښتې او ورته ویې ویل چې د خپل هېواد لپاره مبارزه کوي نه د پردیو د ګټو لپاره.

د ده په خبره، له دې لیدنې شل ورځې وروسته یې کور ته پنځه کسان ورغلل او ۲۷ مرمۍ یې ووېشت، خو خدای ژوندی پرېښود.

حسیني وویل: “د سیمې ملایانو زما ډېره مرسته وکړه، زما یې فوق العاده علاج وکړ، هماغه وخت و چې جنرال عبدالرازق اړیکې راسره ونیولې، خلک یې راباندې مرکه کړل او زه خپل هېواد ته راغلم.”

دی وايي، د ده له راتګ سره هم مهاله ګڼ مشران چې والیان، ولسوالان، قوماندانان او د ډلګۍ مشران په کې شامل دي، یو په بل پسې راغلل چې اوس د ټولو مشري هم ده ته ور له غاړې ده.

د ده په خبره چې دی خو هسې هم میدان ته راوتلی، له رسنیو سره مرکې هم کوي خو پاتې کسان د امنیتي ستونزو له امله زړه نه ښه کوي چې له رسنیو سره مرکې وکړي.

نوموړي د سولې د وروستیو جریاناتو په اړه وویل: “دواړې ښکېلې غاړې حکومت او طالبان خپل اختیار نه لري او د سولې خبرې د نورو پر لاس روانې دي.”

دی وايي، دغه خبرې تر هغه وخته ګټورې نه دي څو د افغانانو په اختیار کې نه وې شوې.

حسیني یو بل ټکي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې کلونه مخکې د طالبانو د نظام پیل له کندهاره شوی و، بیا یې پر ضد هڅې هم له کندهاره پيل شوې، تر هغه چې د سولې په خبرو اترو کې کندهار ونډه و نه لري نو هم به یې پایلې ښې نه وي.

هغه زیاتوي: “په دې برخه کې نه حکومت او نه هم طالبانو کندهار ته پاملرنه کړې ده.”

دی وايي، د دې سیمې مخور او نفوذ لرونکي اشخاص د سولې په راوستو کې خپل اغېز لري.

له دې ډلې یو بل تن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي خپل نوم یاد کړي او د ځان په اړه معلومات ورکړي، وايي پنځه کاله مخکې یې په کندهار ښار کې د طالبانو په لیکو کې د سیمه ییز قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

هغه له پژواک اژانس سره په مرکه کې وویل چې ده هم له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای یې د جنرال عبدالرازق په هڅو له جګړې لاس اخیستی دی.

دی هم له حکومته سخت ګیله من دی او وايي چې له دوی سره شوې ژمنې نه دي عملي شوې.

دى زیاتوي، د کندهار امنیه قوماندان چې ژوندی و، نو دوی ته څه نا څه پاملرنه کېده خو د هغه له وژل کېدو وروسته نه یوازې هېر شوي، بلکې ستونزې ورته جوړېږي.

د ده په خبره، په دې برخه کې د حکومت ژمنې بې ځایه دي، هغوی یوازې تبلیغات کوي، سمه ده چې یو شخص یا یوه اداره به څه نا څه توجه کوي خو نورې بیا ستونزې راته جوړوي.

هغه وايي: “همدا اوس په حکومت کې ځينې کړۍ موږ له طالبانو سره پر اړیکو لرلو تورنوي، د وطن حقایق او مجبوریتونه باید درک شي، یو ورور په حکومت کې دی، بل ورور په طالبانو کې دی، موږ یو له بل څخه چاره نه لرو، زما سکه د کاکا زوی په طالبانو کې قوماندان دی.”

ده په ګیله من انداز وویل، که خبر وای چې له دوی سره کېدونکې ژمنې دروغ دي او دومره له بې عزتۍ او بې قدرۍ سره مخ کېږي، هر څومره چې یې ژوند له ستونزو سره مخ وای، راتګ ته به یې زړه نه و ښه کړی.

هغه زیاته کړه: “پخوا مو یوازې حکومت دښمن و خو دلته په راتلو مو طالبان هم دښمنان شوي، نه ازاد ګرځېدای شو او نه ازاد ژوند کولای شو.”

دی وايي، له خپل ژوند او اوسني وضعیت څخه خوښ نه دی، هم له امنیتي ستونزو سره مخ دی او هم له اقتصادي ستونزو کړېږي، حکومت باید دوی او د دوی ژوند ته پاملرنه وکړي.

د سولې د روانو خبرو په اړه ده وویل، که څه هم دې پروسې ته د خلکو هیله مندي ډېره ده خو څومره چې هغه پوهېږي، ګټوره نه ده.

د ده په باور، تر هغه چې دواړه لوري د پردیو له اختیاره ونه وځي او په خپلواکه توګه په خپل لاس خپلمنځي خبرې پيل نه کړې نو بې پایلې به وي.

په ورته توګه یو بل تن چې دی هم د امنیتي ملحوظاتو له کبله نوم نه ښيي او د ځان په اړه معلومات نه ورکوي وايي، د طالبانو په لیکو کې یې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د ولسوال په توګه دندې ترسره کړي دي.

دی هم له خپل راتګه خوښ نه دی او وايي چې انتقامي چلند ورسره کېږي.

نوموړي وویل: “حکومت او چارواکي مو مخامخ خوشبینه کوي خو له شا څخه مو لس نور پر سر ټکوي، هغوی زموږ پر سر کریډېټ اخلي، موږ د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي؛ ځکه نه یې د وطن، نه د ولس او نه یې هم د اسلام لپاره وګومارلو.”

 

دی هم وايي چې دلته په راتګ یې په ژوند کې ستونزې ډېرې شوي او له ګواښونو سره مخ دی، ځکه خپل کور ته هم نه شي تللی.

ده وویل:”نه حکومت په درنه سترګه راته ګوري او نه مو طالبان اوس پرېږدي. “

نوموړی په دې باور دی چې که د کندهار امنیه قوماندان ژوندی وای نو ښايي داسې به نه ورسره کېدل.

د کندهار عام اوسېدونکي هم د امنیه قوماندان له خوا دغې لړۍ ته په ښه سترګه کېدل او وايي، هغه توانېدلی و له دې او ګڼو نورو لارو د دغه ولایت امنیت خوندي کړي.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ قومي مشر او د ولایتي شورا غړی حاجي فدا محمد افغان چې له جنرال رازق سره نږدې پاتې شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل، که هغه ژوندی وای نو د سولې په برخه کې به یې ډېر څه کړي وای.

هغه زیاته کړه، جنرال عبدالرازق د کندهار د امنیتي چارو د سمبالولو تر څنګ د خپل نفوذ، شناخت او اړیکو پر بنسټ د سولې یوه لړۍ پیل کړې وه چې ډېره ګټوره وه.

دی وايي، نوموړي د وسله والو طالبانو په کویټې شورا او نورو ډلو کې نفوذ او تماسونه لرل او پر همدې بنسټ به یې تل هغوی هڅول چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او عادي ژوند پيل کړي.

ده وویل، نوموړی په خپل ژوند کې وتوانېد ۳۹ طالب چارواکي چې د واليانو او قوماندانانو تر کچې یې په دې ډله کې کار کړی و، له جګړې را وګرځوي او خپلو مېنو ته یې راستانه کړي.

افغان زیاتوي، ډېری دغه وګړي اوس د نورو افغانانو په څېر عادي ژوند لري، ځینو خو یې ان سیاست ته هم مخه کړې ده او د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال یې ځانونه کاندیدان کړي وو.

د ده په خبره، جنرال رازق پلان درلود، د دغسې کسانو لپاره ځمکې او کورونه واخلي، ان تر دې چې د کندهار ښار په عینو مېنه کې یې د دې کار لپاره ځمکه هم بېله کړې وه.

خو ده خواشیني وښوده چې د هغه له وژل کېدو وروسته دغه لړۍ ودرېده، د ده په باور، که هغه ژوندی وای په دې برخه کې به ډېر نور څه شوي وو.

ده ګیله هم وکړه چې حکومت تر پایه دغو یوځای شوو ته پاملرنه ونه کړه، د هغوی د ژوند د خوندي کولو او یا هغوی ته د دندو برابرولو په برخه کې يې کوم اقدام ونه کړ.

افغان د دې پوښتنې په ځواب کې چې له جنرال رازق وروسته یو ځل بیا د دې لړۍ پیلولو امکانات شته او که نه، وویل: “غواړم د جنرال عبدالرازق له ورور، د کندهار له اوسني امنیه قوماندان جنرال تادین خان سره په دې اړه خبرې وکړم او هغه وهڅوم چې د خپل ورور د ځایناستې په توګه دغه لړۍ بیرته پیل کړي.”

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی حمید الله وايي، جنرال عبدالرازق که له یوې خوا په نظامي برخه کې پرېکړه او جدي چلند کاوه، نو بل اړخ ته یې له خپلو اړیکو په استفادې د سولې هڅې هم کولې.

دی وايي، هغه توانېدلی و چې ګڼ شمېر طالب قوماندانان او مشران اړ کړي چې له جګړې لاس واخلي او خپلو کورونو ته راستانه شي.

د ده په خبره، د دغو هڅو عملي پایلو ته په کتو دا ښه تګلاره ده، د دې سیمې مشرانو ته په کار ده د سولې او ثبات په موخه همدا لارې چارې تعقیب او عملي کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.