خوست ښار (پژواک، ۶ کب ۹۸): د خوست د يو شمېر سيمو کروندګر اندېښمن دي چې د ملخانو د سيلونو په ورتګ سره يې کروندو ته زيان ورسيږي.
له تېرو دوو ورځو راهيسې د خوست باک، عليشېر، ګربز او د مرکز اړوند ځينو سيمو ته د ملخانو سيلونه ورغلي چې کروندګر يې سخت اندېښمن کړي دي.
د هغوی په وينا، دغو ملخانو که څه هم تراوسه ښکاره زيان نه دی اړولی، خو که همدلته پاتې شي، نو له زيان به خالي نه وي.
د خليل جان ګربزوال په نوم د ګربزو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او کروندګر پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د ملخانو ګڼ سيلونه ورغلي چې دوی يې سخت اندېښمن کړي دي.
هغه وايي، که څه هم تراوسه ملخانو کروندو ته زيان نه دی اړولی، خو له اړوندو حکومتي چارواکو يې غوښتنه دا ده چې مخکې له مخکې ورته لازم تدابير ونيسي.
دی زياتوي: ((تېره ورځ يوه نيمه بجه د ګربزو ولسوالۍ ته د ملخانو سيلونه راغلل، چې کروندګر له ستر ګواښ سره مخ شول او اندېښنه دا ده چې که دا ملخان په فصلونو باندې کېني، نو هغه به له منځه يوسي.))
د عبدالناصر په نوم د عليشېرو ولسوالۍ يوه کروندګر پژواک اژانس ته وويل چې پرون او نن ورځ د دغې ولسوالۍ په څو سيمو کې خلکو ملخان ليدلي دي.
د هغه په خبره، ملخانو د دوی کروندو ته زيان نه دی اړولی، خو که همداسې پاتې شي، ښايي کروندګر ډېر مالي زيان وويني.
هغه وايي: ((له حکومته مو غوښتنه دا ده چې بايد بې غوره پاتې نه شي او ژر لاس په کار شي، څو د ملخانو د زيان مخه ونيول شي.))
ورته مهال د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير حفيظ الله شاه نوري پژواک اژانس ته وويل چې په دې اړه له مرکز څخه کابل يو ټيم سره له درملو او نورو امکاناتو ورغلی او دا مهال په ساحه کې دی.
نوموړي وويل، د ملخانو نوعيت په کتو سره به په اړوندو سيمو کې د دوا او درملو له شيندلو ګټه اخلي، ځکه له هغې پرته ښايي نور جانبي عوارض رامنځته کړي.
ده زياته کړه: ((زموږ کوشش دا دی چې په همدې ځای کې ملخان د پکتيا او د پکتيکا د مهاجرت نه مخکې له منځه يوسو، ځکه د هغوی جوړښت داسې دی چې په يو ځای نه پاتې کېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن