جلال اباد (پژواک، ٦ کب ٩٨): نامعلومو وسله والو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طب پوهنځي يو محصل وژلى دى.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې دا پېښه د يادې ولسوالۍ د صاحب زاده ګانو په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سميع الله په نوم د سیمې يوه کس پژواک ته وويل چې نامعلوم وسله وال يوه کور ته ننوتلي او د شريف الله په نامه دغه محصل يې وژلى دى.
د هغه په وينا، د محصل مېرمنه ډاکتره ده او د خوږياڼو د پيره خېلو په کلينیک کې دنده ترسره کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى پېښه تاييدوي او وايي چې هلته د شريف الله په نوم يو کس د ناڅرګندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
نوموړي پژواک ته وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې شريف الله محصل و که نه.
خو ده ومنله چې مېرمنه يې هلته په کلينيک کې دنده لري.
تر اوسه چا د دې پېښې مسووليت نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن