ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د ١٢ ولسواليو له ٢٣٠٠ زيانمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

د ننګرهار د ١٢ ولسواليو له ٢٣٠٠ زيانمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
25 Feb 2020 - 09:51
د ننګرهار د ١٢ ولسواليو له ٢٣٠٠ زيانمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
25 Feb 2020 - 09:51

جلال اباد (پژواک، ٦ کب ٩٨): د ننګرهار د ۱۲ ولسوالیو له ۲۳۰۰ زیانمنو کورنیو سره د ۳۴نیم میلیونه افغانیو ژمنۍ نغدي مرسته پیل شوه .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له لوري برابرې شوې چې هرې کورنۍ ته د پنځلس، پنځلس زره افغانیو بانکي چیکونه ورکول کېږي .

د دې مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولايت د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیالې حبیبې کاکړ وویل، د ولایتي ادارې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د اوولس کسیزې کمېټې او په ولسوالیو کې د ولسوال په مشرۍ د دیارلس کسیزې کمېټې له  تایید او سروې وروسته یې زیانمنې کورنۍ په نښه او وروسته یې مرستې پیل کړې .

هغې زياته کړه چې د شفافیت په موخه یې په ولایتي کمېټه کې د ملي امنیت او څارنوالۍ استازي هم شامل کړي او ډاډ یې وښود چې پروسه به په بشپړ ډول شفافه وي .

د ننګرهار کډوالو او بېرته را ستنېدونو چارو ريیس نجیب الله قیومي وویل، د وزارت له لوري یې د دغه ولایت له ۲۳۰۰ کورنیو سره د ۳۴نیم میلیونه افغانیو نغدي ژمنۍ مرسته شوې چې د ولایت مقام د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، د شینوارو ۶ ولسوالیو په ګډون د دغه ولایت ۱۲ ولسوالۍ د مرستې لپاره وټاکلې .

د هغه په وينا، د مرستو دغه لړۍ يې د هسکې مینې او شینوارو ولسوالیو مستحقو کسانو ته د بانکي چکونو په وېش سره پيل کړه.

د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د وزارت له لوري پر یاده مرسته خوښي وښوده او همدا راز له ولایتي ادارې یې مننه وکړه چې د ټولو ارګانونو په ګډون یې ګډې کمېټې ټاکلې او په شفاف ډول مستحقو کورنیو ته بانکي چکونه ورکوي .

د حسیب الله او زرغونې په نومونو د شینوارو او هسکې مینې ولسوالیو مرسته اخیستونکو خوښي وښوده چې له هر ډول اړیکې پرته ورته مرسته ورکول کېږي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.