ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د عامې روغتیا مسوولینو د اسلام قلعه بندر پر بیا پرانیستلو اندېښنه وښوده

د هرات د عامې روغتیا مسوولینو د اسلام قلعه بندر پر بیا پرانیستلو اندېښنه وښوده

author avatar
25 Feb 2020 - 20:08
د هرات د عامې روغتیا مسوولینو د اسلام قلعه بندر پر بیا پرانیستلو اندېښنه وښوده
author avatar
25 Feb 2020 - 20:08

هرات ښار (پژواک، ۶ کب ۹۸): د هرات د عامې روغتیا اداري مسوولینو هېواد ته د بېرته راستنېدونکو پر مخ د اسلام قلعه د بندر په بیا پرانيستې اندېښنه ښودلې ده.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا چې نن یې د عامې روغتیا د معین او هرات والي سره په ناسته کې خبرې کولې، د اسلام قلعه د بندر بېرته پرانیستلو له امله یې اندېښنه وښوده.

هغه زیاته کړه، بندر ته څېرمه د کرونا د ناروغۍ د تشخیص لپاره لازم څار نشته او ښايي د بندر پرانیستل په کرونا اخته کسان انتقال کړي.

د ولایتي شورا یوشمېر غړي هم د اسلام قلعه بندر د پرانیستلو له امله اندېښنه ښیي او ټینګار کوي چې اړتیا ده دغه بندر د لنډې مودې لپاره وتړل شي.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري وایي، تېره شپه ایران ۱۲۰۰ افغانان په زور د دغه هېواد له پولې څخه د افغانستان خاورې ته راوګرځول.

بلخوا، د هرات ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د کرونا د ناروغۍ پر وړاندې د کمېټې مسوول نذیر احمد دهګان په دغه ولایت کې د کرونا د ۷ مشکوکو تازه پېښو د ثبت خبر ورکوي.

د ده په وینا، دغه ۷ پېښې چې دوې مېرمنې او پنځه سړي په کې شامل دي، له پرون راهیسې د هرات په حوزوي روغتون کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه، له لومړۍ ورځې راهیسې د درېیو مخکینیو مواردو سره په هرات ولایت کې ۱۰ پېښې ثبت شوې دي چې د هېواد په مرکز کې د درېیو مواردو د نتایجو له تشخیص وروسته، یوه پېښه مثبت او دوه نورې یې منفي وې.

د هرات د عامې روغتیا په ریاست کې د کرونا د ناروغۍ پر وړاندې د کمېټې مسوول وایي چې په دغه ناروغۍ د اخته څلورو مشکوکو مواردو پایلې تېره ورځ د تشخیص لپاره کابل ته استول شوې او درې نورې پیښې هم نن استول کېږي.

هغه وایي چې تازه مشکوک موارد هغه کسان دي چې تازه له ایران څخه هرات ته راغلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا معین فدا محمد پیکان د نن ورځې په ناسته کې له هغه افغانانو چې د ایران له قم ښار څخه هېواد ته راغلي، وغوښتل چې تر دوو اونیو د په خپلو کورونو کې ځانونه قرنطین کړي او په هغه صورت کې چې د کرونا نښې ولري، روغتیایي مسوولینو ته د خبر ورکړي.

په کرونا ویروس د مشکوکو پېښو ډېروالی په داسې حال کې دی چې اوس هم د هرات ولایت اوسېدونکي د دغې ناوړه ناروغۍ په اړه په عادي دي او هغه جدي یې نه ګڼي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.