کابل (پژواک، ٦ کب ٩٨) : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان له زندان څخه خوشې شو.
هغه يوه مياشت مخکې د پېښور ښار له تاکال سيمې څخه د پاکستانيو پوليسو له خوا نيول شوى او شپږ قضيې يې پرې جوړې کړې وې.
د دغه غورځنګ مرکزي غړې مېرمن ثناء اعجاز د کب په ٦مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په ټولو قضيو کې د هغه ضمانتونه شوي اونن تر غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو له زندان څخه خوشې شوى دى.
بلخوا سلګونه کسان د زندان مخې ته د هغه دخوشې کېدو پر مهال هرکلي ته ورغلي وو او په غاړه کې يې ورته ګلان واچول.
د پي ټي اېم پلويانو د منظور په ملاتړ او د پاکستان د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او ويې ويل چې هغه يې په ناحقه او غير قانوني نيولى و.
راغلو کسانو د ( لر او بر يو افغان) ( د ترهګرۍ تر شا پوځي يونيفورم) دى، شعارونه هم ورکول.
د راپورونو له مخې، محکمې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې په شپږو واړو قضيو کې د هغه ضمانتونه منظور کړي وو، خو د هغه خوشې کول يې ځنډولي وو.
ګڼ شمېر افغانانو هم په ټولنيزو شبکو کې د هغه د خوشې کېدو هرکلى کړى دى.
په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار ضياء الحق امرخېل ويلي، د زندان له تمبو د منظور پښتين راخوشې کېدل دې هغه، د نوموړي پلويانو او ټولو حق غوښتونکو ته مبارک وي.
هغه زياته کړې، پښتين اوس د يوه بېوسه او کړېدلي ولس غږ او د هېلو څراغ دی.د دغه شان غږونو او څراغونو د بندولو زور په هيڅ منګولو کې نشته.منظور لکه ګلاب؛ که په زنځيرونو هم وتړل شي نو خوشبويي به خپروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن