ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پکتيا کې لسګونه سيمه ييز پوليس خيالي دي”

“پکتيا کې لسګونه سيمه ييز پوليس خيالي دي”

author avatar
25 Feb 2020 - 11:41
“پکتيا کې لسګونه سيمه ييز پوليس خيالي دي”
author avatar
25 Feb 2020 - 11:41

ګردېز (پژواک، ٦ کب ۹۸): د پکتيا د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانی قوماندان ادعا کوي چې په دغه ولايت کې لسګونه سيمه ييز پوليس خيالي دي او مياشتني معاشونه يې د ځينو کسانو شخصي جېبونو ته ځي.

د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانی قوماندان څارمن خالد محمد مجبور له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړو خبرو پر مهال وويل چې د ۱۳۹۸ کال د غويي مياشتې په ۱۱مه نېټه يې د پکتيا د سيمه ييزو پوليس د قوماندان په توګه دنده پيل کړه.

هغه وايي، د دندې له پيل سره سم يې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د سمونونو راوستو هڅې پيل کړې چې په ترڅ کې يې ٧١ خيالي پوليس را پيدا کړل.

دى ادعا کوي چې دغه مسئله يې د پکتيا له پخواني امنيه قوماندان او د کابل د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له اوسني قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز سره شريکه کړې، خو هغه ورته په دې موضوع کې د نه لاسوهنې ويلي وو.

خالد مجبور هغه عريضه هم وښوده چې مشرانو جرګې ته يې لېږلې او د هغوی د اړوند کمېسيون له خوا لويې څارنوالۍ ته راجع شوې او د پکتيا پخوانی امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز، د پکتيا د امنيت امر او اوسنی سرپرست قوماندان سمونوال لطف الله کامران، د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی او د ځاځي اريوب د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نعيم په کې د يادو سرتېرو د معاشونو په ترلاسه کولو تورن شوي دي.

مجبور وايي، د کورنيو چارو وزارت اړوند يو پلاوی هم د يادې مسئلې د څرنګوالي لپاره پکتيا ته سفر کړی و او تر ۸۰ زيات خيالي سيمه ييز پوليس يې تثبيت کړي دي.

ده زياته کړه: ((کله چې امنيه قوماندان راته وويل، په هغو موضوعاتو کې چې ستا مربوط نه دي، مداخله مه کوه، ما د خپل مسووليت سره سم موضوع د سيمه ييزو پوليسو له قوماندانۍ سره شريکه کړه، هغوی د مسئلې د روښانتيا او څېړنې لپاره درې کسيز هيئت را ولېږه، هغوی زما خبره تاييد کړه او ۸۲ کسان يې خيالي تثبيت کړل.))

خو د پکتيا پخوانی امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز د مجبور ادعا په کلکه ردوي او نوموړی له سيمه ييزو پوليسو پر پيسو او باج اخيستلو تورنوي.

جانباز پژواک ته وويل: ((دا ډېر غلط سړی و، حتی د اريوب ولسوالۍ له معتمد څخه يې پيسې غوښتې، هغه سره پيسې نه وې، تومانچه يې ترې اخيستې وه، هغه چې بېرته له ګردېز نه اريوب ته په لاره کې مخالفينو نيولی و، د دفاع لپاره ورسره څه نه و او شهيد يې کړ. موږ استخبارات لرو، کشف شته، نظامي څارنوالي شته، د دې خبرو دا معنا ده چې موږ ټول غله او بد خلک وو او په وزارت داخله کې هېڅ مسلمان نه و چې د ده غږ يې اورېدلی وای او صرف دی سم سړی و.))

د پکتیا د امنيت امر او اوسنی سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې خالد مجبور، ده د سيمه ييزو پوليسو له ګڼو شکايتونو وروسته له دندې ګوښه کړی دی.

کامران پکتيا ته د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندانۍ او کورنيو چارو وزارت د پلاوي د سفر په اړه وويل، د دغه پلاوي غړي د ناامنۍ له وېرې ځاځي اريوب ولسوالۍ ته هېڅ سفر ونه کړ او له احمدخېلو ولسوالۍ په راګرځېدو يې د مجبور ادعا تاييد کړې ده.

نوموړی وايي: ((خالد ځيني داسې کارونه کول چې هغه د دغه نظام او ادارې د طرزالعمل خلاف و، لکه له ځينو قوماندانانو او محلي پوليسو څخه يې باج اخيست او په يو او بل نوم يې فشار پرې راووړ؛ موږ هغه د پوليسو د مکررو شکايتونو پر اساس له دندې لرې کړ. د پکتيا په پوليسو کې هېڅ خيالي تشکيل نشته دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.