کندوز ښار (پژواک، ٦ کب ٩٨): په کندوز ولايت کې د جمعيت ګوند سلګونو غړو د يوې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنو له وروستيو پايلو ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه د کب په شپږمه د کندوز په مرکز کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړي امر مير علم خان کندوزي په نوښت جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې کندوزي وويل چې په دغه ولايت کې د جمعيت اسلامي ګوند غړي له ولسمشر محمد اشرف او د ټاکنو له پايلو کلک ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: ((زه اول غني ته مبارکي وايم، زرګونه کندوزيان له غني څخه ملاتړ کوي، له نوي حکومت نه زموږ جدي غوښتنه ده چې سولې ته لومړېتوب ورکړي.))
دغه راز د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي هم وويل چې له ولسمشر غني او د ټاکنو له اعلان شوو پايلو کلک ملاتړ کوي.
ده وويل: ((موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې مشکلات پيدا کړي، موږ د غني له حکومت څخه کلک ملاتړ کوو.))
همدارنګه د غونډې يوه ګډونوال ظاهر نيازي وويل چې د ميرعلم خان کندوزي په مشرۍ د دولت جوړونې له ټيم څخه دوى کلک ملاتړ کوي.
ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد سولې ته لومړيتوب ورکړي.
د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې حکومت ته بايد بې ځايه ستونزې جوړې نه شي.
د يادونې ده، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سلواغې مياشتې په ٢٩مه د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې محمد اشرف ګټوونکي وبلل شو.
خو وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله له يادې پايلې سره مخالفت وکړ او ځان يې د ټول شموله حکومت مشر اعلان کړ.
له دې وروسته عبدالله او پلويانو يې د جوزجان، کاپيسا، بغلان او سرپل ولايتونو لپاره واليان معرفي کړل چې دې کار خلک سخت انديښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن