کابل (پژواک، ٦ کب ٩٨): د ملي امنيت شورا د کرونا د مخنيوي کاري کمېـټه وايي چې د عامې روغتیا وزارت دې له ايران سره په سرحد کې د کرونا د کنټرول او مخنيوي اقدامات وکړي، څو د پولې دواړو غاړو ته منتظرو مسافرو ته د سفر اجازه ورکړل شي.
د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي کاري کمېټې پرون ناوخته خپله لومړۍ ناسته وکړه او له ايران سره يې د تګ راتګ او د اړوندو افغان وزارتونو د کارونو، بهترې امادګۍ او ښې همغږۍ په اړه بحث وکړ.
هغه زياته کړه، دغه کاري کمېټه د ملي امنیت شورا د فوق العاده امنيتي غونډې د پرېکړې پر اساس چې د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره د اړوندو وزارتونو ترمنځ د ښې همغږۍ لپاره د امنیت شورا په دفتر کي جوړه شوې وه، رامنځته شوه.
فيصل وايي، کاري کمېټې په خپلې لومړنۍ غونډه کې د هېوادوالو د سلامتۍ او د پولې په دواړو خواوو کې منتظرو مسافرو ته د اسانتیا لپاره ځينې پرېکړې وکړې.
د نوموړي په وينا، د کاري کمېـټې د پرېکړې له مخې، د مسافرت لړۍ دې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتيايي لارښوونو په نظر کې نیولو، د روغتیا وزارت د کنټرولي اقداماتو په تطبیق او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تفاهم مخې ته ولاړه شي.
د ملي امنيت شورا وياند وايي، عامې روغتیا وزارت دې له ايران سره په سرحد کې د کرونا د کنټرول او مخنيوي اقدامات وکړي، څو د پولې دواړو غاړو ته منتظرو مسافرو ته د سفر اجازه ورکړل شي.
جاوېد فيصل زياتوي، د پرېکړې له مخې، ټول هغه مسافر چې له داسې ساحو افغانستان ته سفر کوي، چې په کې د کرونا ويروس زیات شمېر پېښې ثبت شوې او د روغتيا وزارت د مشخصاتو پر اساس د صحي قرنطین وړ وي، بايد ژر تر ژره په ځانګړو ساحو کې قرنطین شي.
د هغه په وينا، د کمېټي د پرېکړې له مخې، سرحدي او امنیتي پولیس مکلف دي چې د دې پرېکړو په تطبیق کې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري او همغږي وکړي.
د يادونې ده، د عامې روغتيا وزارت پرون اعلان وکړ چې په هرات ولايت کې د کرونا يوه مثبته پېښه شوې او په دغه ولايت کې يې بېړنی روغتيايي حالت اعلان کړى دى.
دغه راز د هرات د پوهنې رياست په ټول ولايت کې خصوصي او دولتي ښوونځي تر امر ثاني پورې رخصت کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن