د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور د عامې روغتیا رییس په دغه ولایت کې د کرونا له لومړۍ مشکوکې پېښې خبر ورکړ

د غور د عامې روغتیا رییس په دغه ولایت کې د کرونا له لومړۍ مشکوکې پېښې خبر ورکړ

Feb 25, 2020 - 15:37

 

فېروزکوه (پژواک، ۶ کب ۹۸): د غور ولایت چارواکو په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د لومړۍ مشکوکې پېښې د ثبت خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په څو وروستیو ورځو کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې په ایران هېواد کې ثبت شوې او له امله یې یو شمېر کسان مړه شوي دي. د ایران د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دغه هېواد کې په یاده ناروغۍ د ککړو کسانو شمېر نږدې پنځوسو کسانو ته رسېدلی او تراوسه یې له امله اته کسان مړه شوي دي.

 

په ایران کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو له ثبت سره دوه ورځې مخکې په هرات ولایت کې د یاد ویروس درې پېښې ثبت او تېره ورځ عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې له دغه درېیو کسانو څخه یو یې په کرونا ویروس اخته دی.

د غور ولایت د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غور ولایت د چهارسدې ولسوالي د قلعه ګهر کلي یو اوسېدونکی چې په دې وروستیو کې د ایران قم ښار ته تللی و، راغلی دی.»

د هغه په وینا، په دغه کس کې د تبې او ټوخي نښې لیدل شوې دي او اوس مهال د غور ولایت د روغتون په ځانګړې برخه کې ساتل کېږي.

د ده په خبره، دوی د یادې پېښې د سم تشخیص لپاره د هغه پایلې کابل ته استوي.

د غور والي ناصر خاضع هم دا پېښه تایید کړې ده او وایي چې دوی به په دې اړه په یاد ولایت کې ځانګړې تیارۍ ونیسي.

د ورستیو شمېرو له مخې په چین کې په دغه ناروغۍ تر ۷۶زره ډېر کسان اخته دي چې له دغه ډلې ۲۳۵۴ کسان یې مړه شوي دي.

خو د چین او ایران ترڅنګ، په ټایلنډ، سوېلي کوریا، جاپان، ټایوان، اسټرالیا، سنګاپور، نیپال، اندونیزیا، المان، روسیه، فرانسه او امریکا هېوادونو کې هم د دغه ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

کرونا څه شی دی او څه ډول سړی پرې اخته کېږي؟

د روغتیایي چارو متخصصین وایي چې کرونا مکروبي ناروغي ده چې ویروس یې ډېری انسانانو ته له حیواناتو څخه انتقالېږي او همداراز کولای شي په کرونا له یوه اخته کس څخه بل کس ته هم سرایت وکړی.

د هغوی په خبره، تبه، ټوخی، او د تنفس تنګوالی د دغه ویروس عمده نښې دي چې د نړیوال روغتیایي سازمان په خبره له یوې عادي تبې پیلیږي.

په جدي مواردو کې دغه ویروس کولای شي د نېمونیا «سینه بغل» لامل شي او بلاخره د ناروغ ګردې له کاره لویږي او د مړینې سبب ګرځي.

ایا کولای شو خپل ځان د کرونا له ویروس څخه وساتو؟

په ۲۴ ساعتونو کې څو ځلې د لاسونو مینځل، خپل لاسونه باید هر ځل ۱۲ ثانیې له صابون سره ومښل شي، د خامې غوښې په لاس کې اخیستلو په وخت دستکش په لاس کول، له هغه کسانو څخه چې د کرونا ویروس نښې پکې لیدل کېږي، لرې اوسېدل، له ماسک څخه ګټه او د پرنجي پر وخت له دستمال څخه ګټه اخیستل او د هغه لرې غورځول، له هغه اقداماتو څخه دي چې کولای شو د کرونا ویروس له ناروغۍ ځان وساتو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking