د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار خوږياڼو کې د طب يو محصل وژل شوى

د ننګرهار خوږياڼو کې د طب يو محصل وژل شوى

Feb 25, 2020 - 14:24

جلال اباد (پژواک، ٦ کب ٩٨): نامعلومو وسله والو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طب پوهنځي يو محصل وژلى دى.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې دا پېښه د يادې ولسوالۍ د صاحب زاده ګانو په کلي کې رامنځته شوې  ده.

د سميع الله په نوم د سیمې يوه کس پژواک ته وويل چې نامعلوم وسله وال يوه کور ته ننوتلي او د شريف الله په نامه دغه محصل يې وژلى دى.

د هغه په وينا، د محصل مېرمنه ډاکتره ده او د خوږياڼو د پيره خېلو په کلينیک کې دنده ترسره کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى پېښه تاييدوي او وايي چې هلته د شريف الله په نوم يو کس د ناڅرګندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

نوموړي پژواک ته وويل چې په دې اړه څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې شريف الله محصل و که نه.

خو ده ومنله چې مېرمنه يې هلته په کلينيک کې دنده لري.

تر اوسه چا د دې پېښې مسووليت نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement