د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات د عامې روغتیا مسوولینو د اسلام قلعه بندر پر بیا پرانیستلو اندېښنه وښوده

د هرات د عامې روغتیا مسوولینو د اسلام قلعه بندر پر بیا پرانیستلو اندېښنه وښوده

Feb 25, 2020 - 20:08

هرات ښار (پژواک، ۶ کب ۹۸): د هرات د عامې روغتیا اداري مسوولینو هېواد ته د بېرته راستنېدونکو پر مخ د اسلام قلعه د بندر په بیا پرانيستې اندېښنه ښودلې ده.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا چې نن یې د عامې روغتیا د معین او هرات والي سره په ناسته کې خبرې کولې، د اسلام قلعه د بندر بېرته پرانیستلو له امله یې اندېښنه وښوده.

هغه زیاته کړه، بندر ته څېرمه د کرونا د ناروغۍ د تشخیص لپاره لازم څار نشته او ښايي د بندر پرانیستل په کرونا اخته کسان انتقال کړي.

د ولایتي شورا یوشمېر غړي هم د اسلام قلعه بندر د پرانیستلو له امله اندېښنه ښیي او ټینګار کوي چې اړتیا ده دغه بندر د لنډې مودې لپاره وتړل شي.

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري وایي، تېره شپه ایران ۱۲۰۰ افغانان په زور د دغه هېواد له پولې څخه د افغانستان خاورې ته راوګرځول.

بلخوا، د هرات ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د کرونا د ناروغۍ پر وړاندې د کمېټې مسوول نذیر احمد دهګان په دغه ولایت کې د کرونا د ۷ مشکوکو تازه پېښو د ثبت خبر ورکوي.

د ده په وینا، دغه ۷ پېښې چې دوې مېرمنې او پنځه سړي په کې شامل دي، له پرون راهیسې د هرات په حوزوي روغتون کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه، له لومړۍ ورځې راهیسې د درېیو مخکینیو مواردو سره په هرات ولایت کې ۱۰ پېښې ثبت شوې دي چې د هېواد په مرکز کې د درېیو مواردو د نتایجو له تشخیص وروسته، یوه پېښه مثبت او دوه نورې یې منفي وې.

د هرات د عامې روغتیا په ریاست کې د کرونا د ناروغۍ پر وړاندې د کمېټې مسوول وایي چې په دغه ناروغۍ د اخته څلورو مشکوکو مواردو پایلې تېره ورځ د تشخیص لپاره کابل ته استول شوې او درې نورې پیښې هم نن استول کېږي.

هغه وایي چې تازه مشکوک موارد هغه کسان دي چې تازه له ایران څخه هرات ته راغلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا معین فدا محمد پیکان د نن ورځې په ناسته کې له هغه افغانانو چې د ایران له قم ښار څخه هېواد ته راغلي، وغوښتل چې تر دوو اونیو د په خپلو کورونو کې ځانونه قرنطین کړي او په هغه صورت کې چې د کرونا نښې ولري، روغتیایي مسوولینو ته د خبر ورکړي.

په کرونا ویروس د مشکوکو پېښو ډېروالی په داسې حال کې دی چې اوس هم د هرات ولایت اوسېدونکي د دغې ناوړه ناروغۍ په اړه په عادي دي او هغه جدي یې نه ګڼي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي چې تر اوسه یې اړین ټکي په نظر کې نه دي نیولي، وایي، لکه څنګه چې اعلانونه کېږي د کرونا ویروس دومره خطرناک نه دی او له همدې امله یې تر اوسه له ماسک، دستکشو او یو بل ته له لاسه ورکولو ډډه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هرات ولایت کې روغتیایي بیړنی حالت اعلان شو او د خلکو سیمه ییزې ادارې د خلکو راټولېدل، د محفلونو له جوړول او مجلسونه منعه کړل.

د یادونې ده چې نن په هلمند او غور ولایتونو کې هم د کرونا د ویروس یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking