ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په برمل کې د سلیمانخېلو او وزیرو پنځه کلنه شخړه هواره شوه

د پکتیکا په برمل کې د سلیمانخېلو او وزیرو پنځه کلنه شخړه هواره شوه

author avatar
25 Feb 2020 - 15:47
د پکتیکا په برمل کې د سلیمانخېلو او وزیرو پنځه کلنه شخړه هواره شوه
author avatar
25 Feb 2020 - 15:47

ښرنه (پژواک، ٦ کب ٩٨): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د سليمانخېلو او وزيرو قومونو ترمنځ پنځه کلنه شخړه پاى ته ورسېده او دواړو لورو يو د بل سوداګريزو موټرو ته د انګور اډې پر لويه لار د تګ راتګ اجازه ورکړه.

د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان ګټوازي د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د يادې ستونزې د حل په موخه برمل ولسوالۍ ته ورغلى و.

هغه وايي: ((دواړو قومونو د سړک پر سر ستونزه درلوده، يو د بل سوداګريز موټر يې نه پريښودل چې تېر شي نو پنځه کاله دغه کېسه روانه وه، پرون مو مشکل ورته حل کړ.))

دغه راز د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي قدرت الله پژواک ته وويل، دا پنځه کاله کېدل چې وزير او سليمانخېلو يو د بل موټر درولي وو او د تګ راتګ اجازه يې نه ورکوله.

ده وويل: ((وزيرو د کرښې هاخوا او سليمانخېلو دېخوا يو د بل سواګريز موټر درولي او د تګ اجازه يې نه ورکوله خو پرون دغه مشکل حل شو.))

د نوموړي په اند، دغه شان جوړجاړی کولاى شي د قومونو ترمنځ ډېرې ستونزې هوارې کړي.

په ورته وخت کې د يادې لويې لارې يو تن موټر چلوونکي کريم الله پژواک ته وويل چې په څلورنيم ميليونه افغانۍ يې لوى بار وړونکى موټر اخيستى خو له څو مياشتو راهيسې په کور کې ولاړ دى.

هغه وايي: ((که څه هم په دې لاره کې خو دا څو کاله کيږي چې وزير د سليمانخيلو او سليمانخيل د وزيرو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، نو ما بيا هم د کار وبار لپاره موټر واخيسته خو کرار په کور کې ولاړ دى.))

نوموړي د يادې لارې پر خلاصېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې حکومت هم بايد د دغه ډول ستونزو د را پيدا کېدو مخه ونيسي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم په پکتيکا کې د قومي مشرانو په منځګړتوب د خروټو د دوو قومونو ترمنځ شل کلنه بدي پر دوستي بدله شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.