اسعد اباد (پژواک، ٦ کب ٩٨): ځايي چارواکي وايي چې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د کونړ ولايت لپاره د داعش مرستيال والي او نظامي مسوول وژل شوي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دېوه ګل درې په پتيل سيمه کې شوى دی.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي چې دوه يې مهم غړي وو.
د مصمم په وينا، په وژل شوو کې د کونړ لپاره د داعش مرستيال والي حميدالله توحيدي چې په ابو عثمان مشهور و او نظامي مسوول قاري عبيد شامل دي.
بلخوا په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې نن سهار يې په کونړ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ډلې څلور غړي وژلي دي.
د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ په يوه ټويټ کې ويلي: ((موږ به د داعش ډلې د له منځه وړو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو، دوى په افغانستان کې نه شي پټېدلى.))
خو هغه زياته کړې چې دوى د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو مودې درناوى هم کوي.
د تاوتريخوالي کمولو موده د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې، نن يې څلورمه ورځ ده، خو هره ورځ يواځې د څو کمو امنيتي پېښو راپورونه ورکول کېږي.
داعش ډلى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن