ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ لپاره د داعش مرستيال والي او نظامي مسوول وژل شوي

د کونړ لپاره د داعش مرستيال والي او نظامي مسوول وژل شوي

author avatar
25 Feb 2020 - 15:28
د کونړ لپاره د داعش مرستيال والي او نظامي مسوول وژل شوي
author avatar
25 Feb 2020 - 15:28

اسعد اباد (پژواک، ٦ کب ٩٨): ځايي چارواکي وايي چې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د کونړ ولايت لپاره د داعش مرستيال والي او نظامي مسوول وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند  عبدالغني مصمم د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دېوه ګل درې په پتيل سيمه کې شوى دی.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي چې دوه يې مهم غړي وو.

د مصمم په وينا، په وژل شوو کې د کونړ لپاره د داعش مرستيال والي حميدالله توحيدي چې په ابو عثمان مشهور و او نظامي مسوول قاري عبيد شامل دي.

بلخوا په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې نن سهار يې په کونړ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ډلې څلور غړي وژلي دي.

د امريکايي ځواکونو وياند سوني لګيټ په يوه ټويټ کې ويلي: ((موږ به د داعش ډلې د له منځه وړو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو، دوى په افغانستان کې نه شي پټېدلى.))

خو هغه زياته کړې چې دوى د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو مودې درناوى هم کوي.

د تاوتريخوالي کمولو موده د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې، نن يې څلورمه ورځ ده، خو هره ورځ يواځې د څو کمو امنيتي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

داعش ډلى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.