ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زندانيان: دوسيې مو پر وخت نه څېړل کېږي

زندانيان: دوسيې مو پر وخت نه څېړل کېږي

author avatar
25 Feb 2020 - 13:41
زندانيان: دوسيې مو پر وخت نه څېړل کېږي
author avatar
25 Feb 2020 - 13:41

ګردېز (پژواک، ٦ کب ۹۸): د سوېل ختيځ زون د مرکزي زندان بنديان شکايت کوي چې دوسيې يې پر وخت نه څېړل کېږي او ځينو په زندان تر يو کال ډېره موده تېره کړې خو تر اوسه لومړۍ محاکمه هم نه ده جوړه شوې.

دوی همدارنګه ټينګار کوي چې د ځانګړو مناسبتونو په لړ کې د ولسمشر د فرمان له مخې بايد ګڼ شمېر غير سياسي زندانيان ازاد کړاى شي.

يوه زنداني عبدالکبير د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا ديارلس مياشتې وړاندې بندي شوی، خو تر اوسه بې برخليکه د بند سختې شپې، ورځې تېروي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((په سياسي جرم يې راوړی يم، دوسيه مې په لويه څارنوالۍ کې ده، کله يې چې پوښتنه کوو، وايي نه دى راغلى. ديارلس مياشتې تېرې شوې، تر اوسه مې دوسيه نه ده راغلې.))

يو بل زنداني عبدالله ټولو زندانيانو ته د شپې او ورځې پر حسابېدو ټينګار کوي او وايي چې زندانيانو ته بايد په بند کې اړينې اسانتياوې برابرې شي.

دی زياتوي: ((اوله محاکمه په شپږ، اووه مياشتو کې نه کېږي، کله وايي چې دلته لاړه، کله هلته، مشخص وخت نه وي چې په تعين شوي وخت کې محاکمې وشي. درېيمه محاکمه دي چې کېږي، دوه نيم، درې کاله وخت نيسي، که يې ګناه هم نه يا کمه وي، ژوند يې دلته تباه کېږي.))

د سليم په نوم يو زنداني، مسوول چارواکي د زندانيانو ژوند ته پر نه پاملرنه تورنوي او ادعا کوي چې زندانيانو ته په اړوندو بېلابېلو مناسبتونو د قيد کمېدو او خلاصون فرمانونه هم نه ورکول کېږي.

نوموړی وايي: ((درې مياشتې يې په امنيت کې راباندې تېرې کړې، بيا يې دلته محبس ته راوړی يم، يو نيم کال مې ووت، تر اوسه نه محاکمه شته، نه بل څه، دولت چې ونيولو، اوس خو مو دې يو څه غم وخوري، يو طرف خو راته معلوم کړي، محاکمه مو دې کړي، سمه فيصله دې وکړي، موږ هم ژوند لرو.))

يو شمېر نورو زندانيانو هم ورته څرګندونې وکړې او د ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.