د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

منظور پښتين خوشې شو

منظور پښتين خوشې شو

Feb 25, 2020 - 17:07

کابل (پژواک، ٦ کب ٩٨) : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان له زندان څخه خوشې شو.

هغه يوه مياشت مخکې د پېښور ښار له تاکال سيمې څخه د پاکستانيو پوليسو له خوا نيول شوى او شپږ  قضيې يې پرې جوړې کړې وې.

د دغه غورځنګ مرکزي غړې مېرمن ثناء اعجاز د کب په ٦مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په ټولو قضيو کې د هغه ضمانتونه شوي اونن تر غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو له زندان څخه خوشې شوى دى.

بلخوا سلګونه کسان د زندان مخې ته د هغه  دخوشې کېدو پر مهال  هرکلي ته ورغلي وو او په غاړه کې يې ورته ګلان واچول.

د پي ټي اېم پلويانو د منظور په ملاتړ او د پاکستان د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او ويې ويل چې هغه يې په ناحقه او غير قانوني نيولى و.

راغلو کسانو د ( لر او بر يو افغان) ( د ترهګرۍ تر شا پوځي يونيفورم) دى، شعارونه هم ورکول.

د راپورونو له مخې، محکمې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې په شپږو واړو قضيو کې د هغه ضمانتونه منظور کړي وو، خو د هغه خوشې کول يې ځنډولي وو.

ګڼ شمېر افغانانو هم په ټولنيزو شبکو کې د هغه د خوشې کېدو هرکلى کړى دى.

په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار ضياء الحق امرخېل ويلي، د زندان له تمبو د منظور پښتين راخوشې کېدل دې هغه، د نوموړي پلويانو او ټولو حق غوښتونکو ته مبارک وي.

هغه زياته کړې، پښتين اوس د يوه بېوسه او کړېدلي ولس غږ او د هېلو څراغ دی.د دغه شان غږونو او څراغونو د بندولو زور په هيڅ منګولو کې نشته.منظور لکه ګلاب؛ که په زنځيرونو هم وتړل شي نو خوشبويي به خپروي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking