ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: په لوګر کې سلګونه پروژې بشپړې شوې دي

والي: په لوګر کې سلګونه پروژې بشپړې شوې دي

author avatar
25 Feb 2020 - 18:28
والي: په لوګر کې سلګونه پروژې بشپړې شوې دي
author avatar
25 Feb 2020 - 18:28

پل علم (پژواک، ٦ کب ٩٨): د لوګر والي وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د ١،٥ ميليارده افغانيو په لګښت سلګونه پروژې بشپړې شوي چې زرګونو کسانو ته يې په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي.

دغه څرګندونې د لوګر والي انور خان اسحاق زي د کب په شپږمه په مرکز پل علم کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې ١٣٩٨د لوګر ولايت لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و او ګڼ شمېر پروژې په کې پلې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، روان کال کې ١٦٦ پروژې بشپړې شوي،د ١١٩ ښوونځيو لپاره ودانۍ منظورې شوي او د ٦٢ ښوونځيو د ودانيو د جوړولو چارې روانې دي.

والي دا هم وويل چې د لوګر-کابل د دويم سړک چارې ٧٥ سلنه، د اوبو رسونې شبکې چارې ٨٠ سلنه او د برېښنا د رسولو پروژې چارې هم تر ډېره حده بشپړې شوې دي.

دغه راز په ياده غونډه کې د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې سږکال په دغه ولايت کې ګڼ شمېر پروژې پلې شوي خو په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزو يې مخه نيولې ده.

هغه وايي: ((د پروژو له پلوه سږکال د خلکو لپاره ښه کال و خو کومې پروژې چې د نا امنۍ او يا هم نورو مشکلاتو له امله پاتې دي په راتلوونکي کال کې به بشپړې شي.))

خو بل لورته د لوګر د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي بيا شکايت کوي چې د نا امنۍ له امله د دوى په سيمو کې د ګوتو په شمار پروژې پلې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.