ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وروستیو درېیو ورځو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي

په وروستیو درېیو ورځو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي

author avatar
25 Feb 2020 - 14:31
په وروستیو درېیو ورځو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي
author avatar
25 Feb 2020 - 14:31

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸): د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ له پیل وروسته په وروستیو درېیو شپو او ورځو کې د تېرې اوونۍ د همدغه وخت په پرتله وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي دي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته د تېرې شنبې ورځې د شپې له ۱۲ بجو وروسته په ټول هېواد کې د «تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ» پیل شوه.

ټاکل شوې د دې اوونۍ په پای کې طالبان او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړي او وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پای کې پر اوربند توافق وشي، څو په افغانستان کې یوه پایداره سوله ټینګه شي.

د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح په کابل کې د رسنیو د استازو یوې خبري ناستې ته وویل، د دولت وسله وال مخالفین د تاوتریخوالي اوونۍ د پیل له اعلان مخکې په ټول هېواد کې هره ورځ له اویا تر اتیا بریدونه ترسره کول.

د ده په خبره، د تاوتریخوالي کمښت په دې معنا دی چې د بریدونو کچه لږ تر لږه اتیا سلنه کمه شي.

هغه زیاته کړه چې حکومت او په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښټ څاري او په هغه پورې اړوند مسایل په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره شریکوي.

د ده په خبره، ټاکل شوې له طالبانو سره د سولې خبرو له لاسلیک وروسته د طالبانو، افغان حکومت او امریکایي ځواکونه د هغه د تطبیق او څارنې لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.

پژواک د تاوتریخوالي د کمښت څارنه کوي او موندلې یې ده چې د تېرې شنبې د شپې تر ۱۲ بجو پورې ۱٣ بریدونه شوي، په داسې حال کې چې له هغې مخکې په ورته وخت کې په منځنۍ کچه ۵۷ بریدونه ترسره کېدل.

 

د پژواک راپورونه ښيي چې په تېرو درېیو کلونو کې هره ورځ په هېواد کې په منځنۍ کچه اویا تنو ته مرګ او ژوبله اوښته، خو په وروستیو درېیو شپو او ورځو کې دغه شمېر ۳۰ ته (۱۴ وژل شوي او ۱۶ ټپیان ) ته راکمه شوې ده.

په تېرو درېیو شپو او ورځو کې دوه بریدونه په بلخ، یو برید د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ، یو برید د اروزګان ولایت په چنارتوی ولسوالۍ، یو برید د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ، یو برید د کندهار په معروف ولسوالۍ او یو بل برید د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ، دوه بریدونه په هلمند، یو برید په سمنګان، په میدان وردکو کې د یوه پله الوځول، او دوه بریدونه په فراه ولایت کې ترسره شوي، دغه راز راپورونه ښيي چې وسله والو مخالفینو د دره صوف بالا ولسوالۍ ولسوال او د هغه دوه ساتونکي له موټر تر ښکته کېدو وروسته له ځان سره بېولي دي.

د یادو بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد تېره شنبه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو: ((د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د لاسلیک لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کولو لپاره یوازې د ټولو ولایتونو پر مرکزونو، د قول اردوګانو پر مرکزونو، فرقو او غوڼدونو او دغه راز د بهرنیانو پر ټولو مرکزونو بریدونه نه ترسره کېږي، خو له یادو ځایونو پرته د مجاهدینو هر ډز باید سرغړونه ونه ګڼل شي ځکه دا عمومي اوربند نه دی.))

د یادونې ده، د تاوتریخوالي د اوونۍ پر لومړۍ ورځ دوه وسله وال بریدونه چې پر وسله والو مخالفینو پورې تړاو نه لري ترسره شوي دي.

راپورونه وايي چې د حزب اسلامي یو قوماندان په سمنګان ولایت کې ناپېژاندو وسله والو په یوه برید کې ووژلو او د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی دی، او د پروان د خلکو سناتور محمد صالح او د دغه ولایت د بګرام د مجاهدینو شورا د رییس شاه جهان د کسانو ترمنځ په وسله واله نښته کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.