ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين: د افغانستان له نوي منتخب حکومت سره کار کولو ته چمتو يو

چين: د افغانستان له نوي منتخب حکومت سره کار کولو ته چمتو يو

author avatar
25 Feb 2020 - 09:06
چين: د افغانستان له نوي منتخب حکومت سره کار کولو ته چمتو يو
author avatar
25 Feb 2020 - 09:06

کابل (پژواک، ٦ کب ٩٨): د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چمتو دي چې د افغانستان له نوي منتخب حکومت سره په ګډه کار وکړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه يې د ټاکنو کمېسيون د پرېکړې هرکلى کړى دى.

په کابل کې د چين سفير وانګ يې د کب په ٦مه د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياند ژو ليان د پرونۍ خبري غونډې ځينې څرګندونې په خپل ټويـټر کې خپرې کړې دي.

ژو ليان ويلي چې دوى د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون له هغې پرېکړې خبر دي چې ولسمشر اشرف غني يې ګټونکى اعلان کړى دى.

نوموړي زياته کړې: "افغانستان زموږ ملګری ګاونډی دی، چین د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د بهير درناوی کوي، د راتلونکي په اړه د افغانانو د خپلواکۍ د پرېکړې ننګه کوي او د نوي منتخب حکومت او د افغانستان له خلکو سره د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار کولو ته چمتو دی. "

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره اوونۍ د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې او ولسمشر اشرف غني يې ګټونکى اعلان کړ، خو ډاکتر عبدالله دا پايلې رد کړې او وايي چې درغلي په کې شوې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اوونۍ ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

هغه دا پایلې ونه منلې او اعلان یې وکړ چې خپل حکومت جوړوي.

د چين د بهرينو چارو وزارت وياند دا هم ويلي چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د سولې او بيا پخلاینې د همه شمول بهير کلکه ننګه کوي.

دغه راز ژورليان د امریکا- طالبانو ترمنځ د ممکنه تړون د لاسلیک کېدو هرکلی هم کړى او هيله يې څرګنده کړې چې دغه بهیر په ښه توګه پلی شي چې د افغانستان مسئلې ته نهايي سیاسي حل پیدا شي.

نوموړي وویل چين په افغانستان کې د سولې، ثبات او بیا پخلاینې لپاره له اړوندو غاړو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دي.

د يادونې ده، له تېرې شنبې ورځې څخه په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو پروسه پيل شوې او که چېرې دا اووه ورځنۍ پروسه بريالۍ شوه نو د راتلونکې شنبې په ورځ د کب په لسمه به د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.