کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨): د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې د ټاکنو پروسه پاى ته رسېدلې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولسمشر اشرف غني ګټونکى اعلان کړى دى.
خليلزاد دغه څرګندونې د کب په ٧مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې کړې دي.
هغه زياته کړې، افغان مشران بايد ډاډه شي چې نوى افغان حکومت بايد ټول شموله وي او د ټولو افغانانو د هيلو استازيتوب به کوي.
د امريکا یاد استازي ويلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ورته خبر ورکړى چې د ولسمشر د لوړې مراسم د مارچ تر نهمې (د کب ١٩مې) نېټې پورې ځنډول شوي دي.
له دې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړى و چې د لوړې مراسم د کب په ٨مه (د پنجشنبې ورځ) ترسره کېږي، خو د امريکا په غوښتنه وځنډول شوه.
زلمي خليلزاد د ولسمشر غني له خوا د لوړې د مراسمو د ځنډولو د پرېکړې هرکلى کړى دى.
هغه په خپل ټويټ کې دغه راز يادونه کړې، دغه ځند به افغان مشرانو ته دا چانس په لاس ورکړي چې د افغانستان او د خلکو د ګټو لپاره ښې مشورې وکړي.
له دې مخکې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو د ځنډ خبر ورکړل شوى و.
په خبرپاڼه کې له افغان سياسونو غوښتل شوي وو چې د موازي حکومتونو او بنسټونو له جوړولو دې ډډه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن