ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار په چاودنه کې نهه ملکي وګړي ټپيان شوي

د کابل ښار په چاودنه کې نهه ملکي وګړي ټپيان شوي

author avatar
26 Feb 2020 - 18:16
د کابل ښار په چاودنه کې نهه ملکي وګړي ټپيان شوي
author avatar
26 Feb 2020 - 18:16

لومړى تعقيب - کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د چاودنې له امله نهه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت  وياند نصرت رحيمي د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو د شپږمې حوزې اړونده د فيض محمد کاتب پر سړک شوې .

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د چاودنې له امله يې د يوې ښځې په ګډون ٩ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

رحيمي وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د کورنيو چارو وزارت وويل ، دا چې چاودنه د کومې وسله والې ډلې له خوا ترسره شوې، پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دوى په دې چاودنه کې لاس نه لري.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې له تېرې شنبې ورځې راهيسې په ټول هېواد کې د تاوتريخوالي کمولو يا اور کم لړۍ پيل شوې ده.

د پژواک موندنې ښيي چې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ له پیل وروسته په تېروڅلورو شپو او ورځو کې د تېرې اوونۍ د همدې وخت په پرتله ۹۴ سلنه وسله وال بریدونه کم شوي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې په ١١ ولايتونو کې ١٧ بريدونه شوي چې له امله يې ١٩ تنه وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.