کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨): د کرنې وزارت چارواکي وايي چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د ۳۲۱۰ پراختیایي پروژو چارې بشپړې کړې او په پام کې لري چې په روان کال کې څه باندې يونيم ميليارد افغانۍ بزګرانو ته پور هم ورکړي.
دغه څرګندونې د کرنې وزارت سرپرست حشمت الله غفوري د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولولو په غونډه کې وکړې.
هغه وويل چې د کرنې وزارت په ۱۳۹۸ مالي کال کې د کرنې، مالدارۍ، د طبیعي سرچینو د ودې او بیارغونې، غذایي خوندیتوب او ښځو د پیاوړتیا په بېلابېلو برخو کې ۳ زره او ۲۱۰ پراختیایي پروژې پلې کړې دي.
هغه زياته کړه چې د کرنې وزارت په تېر مالي کال کې د اوبو لګولو د ۳۴۴ شبکو د بیارغونې چارې؛ ۸۹ سلنه بشپړې کړې او د ځمکې هوارولو ۸۴ ماشینونه یې وېشلي دي.
ده وويل چې د کرنې وزارت ریاستونو ته د ۱۷۰ ټراکټورونو لېږدول، د ۱۶ زره او ۸۷ ټنه اصلاح شویو غنمو اخیستل او پر بزګرانو یې وېشل او د غنمو د یو زر او ۲۵۰ مټریک ټنه تصدیق شوي تخم تولیدول؛ د دغه وزارت له نورو فعالیتونو دي.
نوموړى زياتوي چې ۷۲۶ سوداګریزې شنې خونې جوړول، د بڼوالۍ د پراختیا ۱۸۰۰ کڅوړې وېشل، ۷۸۹ څېړنیز تجربې پلي کول، ۶۸۹۱ هکټاره مثمر بڼونو جوړول، ۲۳۵ ممیزخونې جوړول، ۵۰۰ مټریک ټنه کیمیاوي سرې وېشل او دغه راز د پستې ۳۵۰۰ کیلو ګرام تخمونه هم دوى ويشلي دي.
غفوري وویل چې د پستې ۶۰ زره نیالګیو ته د اوبو ورکولو د قطره يي سیستم جوړول، یو زر او ۱۹۰ کورنۍ قوریې جوړول، په غونډیو کې د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره یو زر او ۱۰۰ متر مکعب محافظتي بندونه جوړول، د ځنګلي نیالګیو ۲۱۷ جریبه قوریې جوړول، ۶۰۲ هکټاره څرځایونه بیارغول او ساتل، د طبي نباتاتو ۳۵۰ هکټاره سیمې بیارغول او ساتل د کرنې وزارت نورو فعالیتونه دي.
نوموړي دا هم وويل چې د زعفرانو د شپږو مرکزونو جوړول، هرات کې د زعفرانو څېړنیز انسټیټوټ رامنځته کول او پر زعفران کارانو د زعفرانو ۲۲۴ ټنه ښه کیفیت لرونکي پیاز وېشل ددې لامل شوي چې د ۱۳۹۷ مالي کال په پرتله په ۱۳۹۸ مالي کال کې د زعفرانو تولید کچه ۲۲ سلنه لوړه شي.
د کرنې وزارت سرپرست وویل چې دغه وزارت، په ۱۳۹۸ کال کې څه باندې ۴ زره بزګرانو ته د کرنې وجهي صندوق له لارې شاوخوا ۱،۱ میلیارډه افغانۍ پور ورکړی دی.
هغه دا هم وويل، ټاکل شوې ده چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې بزګرانو او پانګه اچوونکو ته د کرنې وزارت له لوري ١،٥ میلیارده افغانۍ پور ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن