کابل (پژواک، ۷ کب ٩٨): د هوتخېلو قومي شورا وایي، د تاوتریخوالې کمېدو افغانان تلپاتې سولې ته هیله من کړي، له افغان سیاستوالو غواړي چې خپل منځي اختلافونه ودروي؛ ځکه چې دوام یې د سولې بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.
په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته، د کب له درېیمې په هېواد کې د «تاوتریخوالي کمښت اوونۍ» اعلان کړې ده.
ټاکل شوې د دې اوونۍ په پای کې طالبان او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړي او وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پای کې پر اوربند توافق وشي، څو په افغانستان کې یوه تل پاتې سوله ټینګه شي.
د هوتخېلو قومي شورا لسګونو مشرانو نن کابل کې د سولې له بهیره د ملاتړ په موخه غونډه جوړه کړې وه.
میوند خپلواک د دې شورا یوه غړي وویل، افغانان سولې ته تر هر بل وخت زیاته اړتیا لري او د تاوتریخوالي کموالی خلک اوربند او تل پاتې سولې ته هېله من کړي دي.
ده زیاته کړه د بین الافغانې خبرو د پیل او دوامداره سولې لپاره اړتیا ده چې ټول افغانان سره یوځای شي.
خو هغه په هېواد کې د روانو ټاکنیزو جنجالونو له امله رامنځته شوي اختلافونه د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل چې که چېرې دغه جنجالونو دوام وکړي، د سولې بهیر به اغېزمن کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني له ټولو معتبرو رایو د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
خو د دې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله له ۳۹ سلنه ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره په دویمه درجه کې راغی چې د دې پایلو له اعلان سره یې مخالفت وکړ او خپل ځان یې د یادو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
هغه وویل، «ټول شموله حکومت» اعلانوي او دغه راز يې د ځينو سياسيونو په ملاتړ په څو ولايتونو کې والیان معرفي کړل.
خو میوند په نننۍ ناسته کې وویل چې موازي حکومت جوړول د افغانستان وېشلو په معنا دی، هیچا ته ګته نه لري او د افغانستان خلک باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړي ته احترام وکړي.
د غونډې بل ګډونوال محمد عارف هم وویل چې افغانان د سولې ارمانجن دي او د جګړو ټولې خواوې باید د سولې ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن