ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: افغان سياسي مشران بايد د سياسي ثبات لپاره اقدامات وکړي

ناټو: افغان سياسي مشران بايد د سياسي ثبات لپاره اقدامات وکړي

author avatar
26 Feb 2020 - 11:25
ناټو: افغان سياسي مشران بايد د سياسي ثبات لپاره اقدامات وکړي
author avatar
26 Feb 2020 - 11:25

 

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨): د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ له افغان سياسي مشرانو غوښتي چې د جنجالونو پر ځاى د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د کب په ٧مه د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو په تړاو يې خپور کړى دى.

هغه زياته کړې چې دوى هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو له اعلانه خبر شوي دي.

د ناټو سرمنشي د افغانانو او افغان امنيتي ځواکونو ستاينه کړې چې په سختو شرايطو کې يې په ټاکنو کې برخه واخيسته او امنيت يې ورته ټينګ کړى و.

سټولـټنبرګ  غوښتنه کړې چې د ټاکنو په اړه اندېښنو او اعتراضونو ته بايد د قانون له مخې رسېدنه وشي.

هغه پر افغان سياسي مشرانو غږ کړى چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې په هېواد کې يې جنجالونه رامنځته کېږي او سياسي ثبات زيانمېږي.

د ناټو سرمنشي په داګه کړې چې د سولې پروسې د بريا لپاره دې افغانان خپلو کې ملي يووالى رامنځته کړي.

د نوموړي په وينا، افغان سياسي مشران بايد د خبرو اترو له لارې ملي يووالى رامنځته کړي او سولې ته کار وکړي.

هغه زياته کړې چې ناټو له افغانستان او افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو اوږدمهاله همکاريو او ملاتړ ته ژمن دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.