ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د اوبو ٣٠ واړه بندونه جوړېږي

په ننګرهار کې د اوبو ٣٠ واړه بندونه جوړېږي

author avatar
26 Feb 2020 - 11:57
په ننګرهار کې د اوبو ٣٠ واړه بندونه جوړېږي
author avatar
26 Feb 2020 - 11:57

جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٨): چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۳۰ چک ډیمونو یا د اوبو وړو بندونو د سروې او ډیزاین چارې بشپړي کړي او د قراردادونو د منظورۍ په موخه یې مرکز ته استولي دي .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې دغه څرګندونې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په اداري مجلس کې وکړې.

هغه زياته کړه چې دا بندونه په بېلابېلو ولسواليو کې جوړېږي چې له امله به يې ډېرې شاړې ځمکې هم خړوبې شي.

د نوموړي په وينا، والي د يادو بندونو د کار د ژر پیلېدو ترڅنګ مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په شېرزادو ولسوالۍ کې ژر تر ژره د جومات د جوړېدو چارې هم پیل کړي .

والي مياخېل دغه راز مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې شېرزادو ولسوالۍ ته په بېلابېلو برخو کې د خپلو امکاناتو او مرستندویه ادارو په مرسته پاملرنه وکړي،د غصب مخنیوي په موخه جدي اقدامات واخلي، د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټه فعاله کړي، د نرخونو د کنټرول په موخه علماوو کرامو څخه په عامه پوهاوي کې مرسته تر لاسه کړي او ریاستونه دې ولس ته خپل حساب ورکړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرووف شپون چې په وروستیو کې یې د دغه ولایت اکثریت ولسوالیو ته سفرونه کړي وو او له خلکو سره یې د غونډو پر مهال ستونزې را ټولې کړې وې، د ننګرهار والي په مشرۍ د اداري مجلس ګډونوالو سره شریکې کړې .

هغه شېرزادو ولسوالۍ ته په ټولو برخو کې د پاملرنې، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پاڅون کوونکو د جذبېدو، یو شمېر سیمو کې د درملو او روغتیا پالو ستونزو د حل، د ځینو ښوونځیو د نیمګړو چارو بشپړېدو، په ولسوالیو کې د سربندونو جوړېدو، کډوالو ته په شفاف ډول د حقونو ورکړې، د غصب مخنیوي او یو شمېر نورو برخو کې غوښتنې وکړې .

د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند د عامې روغتیا ریيس ته لارښوونه وکړه چې په تورخم ښارګوتې کې د چین ترڅنګ د لسو نورو هېوادونو را ستانه شوي کسان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه سکن کړي.

د عامې روغتیا ريیس ډاکتر نصیراحمد دراني وویل، په تېرو درېیو اوونیو کې ۲۰ کسان له چین هېواد څخه د تورخم ښارګوټي له لارې را ستانه شوي چې له ډلې یې ۴ تنه په روان او پاتې نور یې مخکې کلونو کې راستانه شوي وو.

هغه په کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره د دېرش قرنطین بیډونو او نورو برخو کې له پوره چمتووالي څخه ډاډ ورکړ او د ویروس د مخنیوي په موخه د ګومارل شوې کمېټې له منظمو ناستو د پیلولو یې هم خبر ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.