ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د «ماسکونو» عمده بیه ۱٤ برابره لوړه شوې

په کابل کې د «ماسکونو» عمده بیه ۱٤ برابره لوړه شوې

author avatar
26 Feb 2020 - 19:43
په کابل کې د «ماسکونو» عمده بیه ۱٤ برابره لوړه شوې
author avatar
26 Feb 2020 - 19:43

کابل (پژواک،۷ کب ۹۸): په چین او څو نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته په کابل ښار کې د ماسکونو عمده بیه نورو هېوادونو ته د قاچاق او تقاضا د زیاتېدو له امله ۱۴ برابره لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، کرونا ویروس لومړۍ ځل دوې میاشتې مخکې د چین په ووهان ښار کې خپور شو او له هغې وروسته یې ۳۳ نورو هېوادونو ته سرایت وکړ. په افغانستان کې یې هم تېره ورځ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په افغانستان کې وروسته له هغې د دې ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې د ایران په قم ښار کې د کرونا ویروس څو مثبت پېېښې ثبت شوې دي.

د وروستیو شمېرو له مخې، په چین کې پرې دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۷۶ زرو ډېر دی او په دغه هېواد کې یې تر اوسه د زرګونو کسانو پر درملنې سربېره ۲۳۴۵ مړه کړي دي.

ډاکتران د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر صابون د څو ځله لاسونو پر مینځلو او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو څخه پر لرېوالي سربېره ټینګار کوي چې خلک باید له ماسک او د بدن د مقاومت د لوړېدو لپاره له ویټامین سي څخه استفاده وکړي.

له همدې امله په بازارونو کې د ماسک بیې لوړې شوې دي.

د افغانستان د درملي خدمتونو د اتحادیې له رییس نعمت الله تواب ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ماسک بیې نه یواځې په افغانستان، بلکې په تولیدوونکو هېوادونو کې هم لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((مخکې له ماسک څخه د استفادې فرهنګ کمزوری و او ماسک تر ډېره روغتیايي پرسونل کاراوه، د کرونا ویروس په خپرېدو نه یواځې په افغانستان بلکې په ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو کې هم ماسک ته تقاضا زیاته شوې او هغه ماسکونه چې په افغانستان کې موجود وو، منځنۍ اسیا ته قاچاق او بیې یې لوړې شوې دي.))

هغه وویل، تر اوسه پر روغتیايي کارکوونکو سربېره عام افغانان هم لېوال دي چې له ماسک استفاده وکړي او د دې تقاضا لوړېدل د ماسک د بیې د لوړېدو لامل شوی دی.

د نوموړي په خبره، په کابل کې مخکې یو پاکټ (۵۰ ماسکونه) په عمده ډول په پنځوس افغانۍ پلورل کېده، خو اوس یې بیه ۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه د پوښتنې په ځواب کې وویل: ((شرکتونو په کافي اندازه ماسکونه نه لرل او یوه اندازه یې چې درلودل، له هېواده بهیر صادر شوي و، خو اوس بېرته په کافي اندازه ماسکونه وارد شوي، خو بیې یې لوړې شوې، پخوا یو ماسک موږ ته په یوه افغانۍ تمامېده، خو اوس راته په شاوخوا ۱۳ افغانۍ تمامېږي.))

د ده په وينا، که ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ماسک د قاچاق مخه ونیول شي، په کابل کې به د ماسک بیې بېرته ټيټې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.