ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د سولې کتابتون سوله ييز ذهنيت خپروي

په کندهار کې د سولې کتابتون سوله ييز ذهنيت خپروي

author avatar
26 Feb 2020 - 16:53
په کندهار کې د سولې کتابتون سوله ييز ذهنيت خپروي
author avatar
26 Feb 2020 - 16:53

کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۸): د کندهار یوه اوسېدونکي حکمت الله احسان چې د سولې کتابتون پر يوه مېز يې مخې ته څو کتابونه پراته وو او پر مطالعې بوخت و، پژواک ته وويل:"هر وګړی بايد د سولې لپاره کار وکړي او خپل غږ پورته کړي څو دغه خوب په رښتيا بدل شي."

هغه يو له هغو ځوانانو دی چې هره ورځ د سولې په نوم جوړ شوي کتابتون ته د مطالعې او سوله ييز ذهنيت خپرولو لپاره ورځي.

د سولې په نوم کتابتون په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د څو مدني فعالانو په هڅو او زيار جوړ شوی دی.

احسان د دې ترڅنګ چې په دغه کتابتون کې د خپل ذوق او علاقې وړ کتابونه مطالعه کوي، له ګڼو نورو ځوانانو سره یو ځای د سولې په تړاو بحثونه کوي، خپل احساسات او افکار تبادله کوي او د هغوی تر منځ د سولې ذهنیت خپروي.

دغه ۲۵ کلن ځوان چې د نورو هېوادوالو په څېر د سولې په ارمانجن دی ، وايي د هېواد هر وګړی باید د سولې لپاره کار وکړي او خپل غږ پورته کړي څو دغه خوب په رښتيا بدل شي.

حکمت الله احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، د سولې په نوم دغه کتابتون تر ډېره د کندهار ښار د ځوانانو تر منځ يو ښه احساس پيدا کړی او د کتابتون په يوه څنډه کې ناستو ځوانانو ته يې په اشارې سره وويل، چې هره ورځ نوي ځوانان ويني چې دغه کتابتون ته د مطالعې او د سولې په اړه ناستو او بحثونو لپاره راځي.

دی زياتوي، په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر هڅې پيل شوې چې د دې سره په خوا کې دا ډېره مهمه ده چې په ولس کې هم د سولې لپاره ذهنیت جوړونه وشي.

احسان وايي،د سولې په نوم کتابتونونه جوړول او نور مدني خوځښتونه ترسره کول په ځوانانو کې افراطيت، تشدد او جګړه ييز ذهينت له منځه وړي او د سولې په ارزښت يې پوه کوي.

دی پر دې باور دی چې، څو د هېواد فرد فرد د سولې لپاره راپورته نه شي، تلپاتې سوله نه راځي په همدې بنسټ يې د خپل ژوند يوه برخه د سولې لپاره کار کولو ته ځانګړې کړې ده.

دا يوازې حکمت الله احسان نه دی چې د سولې او سوله ييز ذهنیت خپرولو په موخه دغه کتابتون ته راځي، بلکې په دې وروستیو کې ګڼو ځوانانو دغه کتابتون ته مخ کړې ده.

سردارمحمد سروري د کندهار ښار بل ځوان دی چې تل دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.