کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۸): چارواکي وايي، څارنوالي له دې وروسته د هغو بندیانو دوسیې نه قبلوي چې په ناقانونه توګه نیول شوي وي.
دغه څرګندونې د کب په ٧مه، د کندهار د قضايي او عدلي ارګانونو د همغږۍ په میاشتنۍ غونډه کې وشوې.
په دغه غونډه کې د کندهار والي حیات الله حیات، په ولسي جرګې کې د دې ولایت استازي سید احمد سیلاب، د استیناف محکمې، استیناف څارنوالۍ، ملي امنیت، روغتیا ریاست، د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولینو او استازو ګډون کړی وو.
غونډه تر ډېره په کندهار کې پر ناقانونه نیونو، د بندیانو د دوسیو پر ځنډ او په ولسوالیو کې د عدلي او قضايي ارګانونو پر پیاوړتیا بحث او خبرو ته ور ټوله وه.
د کندهار د استیناف څارنوالۍ رییس عیس ابراهیم خېل وویل، څارنوالي له دې وروسته د هغو بندیانو دوسیې نه قبلوي چې د نیونې یا ګرفتارۍ پر مهال یې د څارنوالۍ استازی شتون و نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې د جنايي جرمونو او مخدره توکو په قضیو کې د متهمنیو د نیولو پر مهال د څارنوال شتون مهم دی.
د کندهار د استینا محکمې د جزا دیوان رییس قضاوتیار نورالحق مصلح وویل، د کندهار زندان د بندیانو وضعیت یې له نږدې څارلی او هلته یو شمېر ستونزې شته چې باید حل شي.
ده زیاته کړه، د ځای د تنګوالي له امله بندیان له جدي ستونزو سره مخ دي، دغه راز د یو شمېر بندیانو د دوسیو په څېړلو کې ځنډ راځي، اړوندې ادارې باید د دغو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
دغه راز ده ټینګار وکړ چې د امنیتي ادارو له خوا د بندیانو ځورونه او شکنجه ناقانونه کړنه ده او باید تکرار نه شي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سیلاب وویل، دا چې د کندهار والي، د محکمې رییس او د ملي امنیت رییس هره اوونۍ په مخامخ توګه له خلکو سره ګوري، یو ښه اقدام دی چې له مخې یې چارواکي مجبورېږي د هغوی ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
نوموړي هم د کندهار په زندان کې د بندیانو د ځای د تنګوالي موضوع یاده کړه او ضمنا یې غوښتنه وکړه چې د هغوی روغتیا دې پام وشي او له اړتیا سره سم روغتیايي خدمات دې وړاندې شي.
د کندهار د ملي امنیت رییس تورنجنرال نظر شاه صافي وویل، د ملي امنیت د منسوبنیو له خوا د ګرفتاریو یا نیونو پر مهال به هیڅ ډول ناقانونه کړنه نه ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن