ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا او هند په افغانستان د ١٨ کلونو لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار کړی

امريکا او هند په افغانستان د ١٨ کلونو لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار کړی

author avatar
26 Feb 2020 - 15:15
امريکا او هند په افغانستان د ١٨ کلونو لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار کړی
author avatar
26 Feb 2020 - 15:15

 

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨): د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ٧مه دغه هېواد ته د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دوه ورځني سفر وروسته د دواړو هېوادونو له خوا ګډه اعلاميه خپره شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي، دواړه هېوادونه د یوه متحد، حاکميت لرونکي، ډيموکراتيک او هوسا افغانستان لپاره ګډه لېوالتيا لري.

سرچينې زياته کړې چې دوى د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له يوې داسې پروسې ملاتړ کوي چې ورسره تاوتريخوالى کم، جګړه پاى ته ورسېږي، د ترهګرو خوندي ځایونه له منځه يووړل شي او د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنې وساتل شي.

په ګډه اعلاميه کې دغه راز راغلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هندوستان د همکاريو هرکلى کړى دى.

دغه راز سرچينې زياته کړې، دواړو هېوادونو په سرحدونو کې د ترهګريزو پېښو غندنه کړې او له پاکستانه يې غوښتي چې خاوره يې بايد د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.