ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یوه صنعتي شرکت نوي موټر او رېکشاوې تولید کړي

بلخ کې یوه صنعتي شرکت نوي موټر او رېکشاوې تولید کړي

author avatar
26 Feb 2020 - 16:23
بلخ کې یوه صنعتي شرکت نوي موټر او رېکشاوې تولید کړي
author avatar
26 Feb 2020 - 16:23

مزارشريف (پژواک، ۷ کب ۹۸): بلخ ولايت کې يوه صنعتي شرکت نوي موټر او ريکشاوې توليد کړي خو مسوولين يې وايي چې د پلېټ په برخه کې ستونزې لري او حکومت بايد ورسره همکاري وکړي.

د ياد شرکت مسوولين وايي چې څلور کاله وړاندې يې د نقليه وسايطو جوړولو په برخه کې پانګونه پيل کړې وه چې اوس د برېښنايي او تيلي موټرو او ريکشاوو د توليد بشپړ ظرفيت لري.

د دوی په خبره، لا هم د دغه شرکت له خوا توليد شوو موټرو د پلېټ په برخه کې يو لړ ستونزې شته چې په حل کېدو سره به يې خپل توليدات بازار ته وړاندې کړي.

د امين نور صنعتي شرکت مسوول احمد ضيا احمديار د کب په اوومه پژواک ته وويل چې له څلور کالو راهيسې يې په مزارشريف کې د نقليه وسايطو د توليد چارې پيل کړې دي.

نوموړی وايي چې اوس ياد شرکت د برېښنايي او تيلي موټرو د توليد بشپړ ظرفيت پيدا کړی چې هره مياشت يو شمېر موټر او رېکشاوې توليدوي.

نوموړی وايي چې د موټرو او رېکشاوو ترڅنګ د برېښنايي موټرو لپاره بېټرۍ هم په همدغه شرکت کې توليديږي.

احمديار په خپلو خبرو کې وويل چې د موټرو او بېټريو د توليد دغه شرکت يې په ۱۵۰ جريبه ځمکه کې جوړ کړی دی.

هغه زياتوي چې د موټرو، رېکشاوو او بېټريو د توليد په دغه شرکت يې له ۱۵ تر ۲۰ ميليونه ډالرو پورې پانګونه کړې ده.

د نوموړي په خبره، د موټرو او رېکشاوو جوړېدو لپاره ځيني خام مواد په کور دننه تهيه کوي او يو شمېر له چين او هند هېوادونو واردوي.

احمديار وويل: ((موږ تيار يو چې خپل توليد شوي موټر او ريکشاوې بازار ته عرضه کړو؛ خو لا هم د پلېټ اخيستو برخه کې ستونزه لرو، اټکل دا دی چې تر درې مياشتو پورې به دغه مشکل حل شي چې ورسره سم به موږ خپل توليد شوي نقليه وسايل بازار ته وړاندې کړو.))

د هغه په وينا ډېر هېوادوال دې چې د دوی له خوا توليد شوي موټر بازار ته وړاندې شي او خلک يې وپېري.

د امين نور شرکت د موټر جوړولو برخې مسوول انجنير محمد ابراهيم هارون پژواک ته وويل چې تر دې مهاله يې ۷۵ عرادې موټر او ۲۸۰ عرادې ريکشاوې توليد کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.