د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروپایي ټولنې استازی: افغان سیاسیون دې د سولې بهیر د بریالي ترسره کېدو لپاره ګډ کار وکړي

د اروپایي ټولنې استازی: افغان سیاسیون دې د سولې بهیر د بریالي ترسره کېدو لپاره ګډ کار وکړي

Feb 26, 2020 - 17:35

کابل (پژواک، ۷ کب ٩٨): د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د ولسمشر غني له پروګرامونو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د افغانستان له ټولو سیاسیونو هیله کړې چې د سولې بهیر د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

د ولسمشر ویاند دفتر څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، رولانډ کوبیا په دغې ليدنه کې ویلي: «له  دې پیغام سره راغلی یم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ وکړم، ځکه دا د افغانستان د خلکو او ازادیو، ولسواکۍ، د قانون حاکمیت او د حکومت د ملاتړ او پیاوړتیا په معنا ده او د دې لپاره به اروپایي ټولنه د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ وي او زموږ مرستې به دوام ولري.»

سرچیني کاږي، په دغې ليدنه کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د ولسمشر غني له برنامو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د افغانستان له ټولو سیاسیونو هیله کړې چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

د سرچینې په وینا، په دې ليدنه کې ولسمشر غني ‎د اروپایي ټولنې د مرستو د دوام د ژمنې له تازه کولو مننه کړې او ویلي یې دي: «سوله زموږ د خلکو مهمه غوښتنه او د دولت لومړیتوب او مسوولیت دی او د دې لپاره مو ملي اجماع رامنځته کړې ده.»

ولسمشر زیاته کړې، د سولې ملي پروسه ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه یې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې کړې دي.

د ده په خبره، له یادو فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د ښه مدیریت لپاره حکومت پوره چمتووالې لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement