د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر اوسېدونکو د سولې او د ټاکنو د پایلو د اعلان ملاتړ وکړ

د لوګر اوسېدونکو د سولې او د ټاکنو د پایلو د اعلان ملاتړ وکړ

Feb 26, 2020 - 19:39

پل علم (پژواک ۷کب ۹۸): د لوګر ولایتی شورا غړو او د څو ولسوالیو اوسېدونکو د سولې له پروسې او د ټاکنو د پایلو له اعلان څخه په کلکه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی وایي، په هېواد کې د روانې جګړې ډېری قربانیان عام خلک، مېرمنې او ماشومان دي، نو دوى سوله او جمهوریت دواړه غواړي.

د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي نن په پل علم کې په جوړه شوې ولسي غونډه کې وويل، هیڅوک حق نه لري چې خپلسری حکومت جوړ کړي او والیان وټاکي، زموږ خلک ولسواکه نظام غواړي، خلکو رایه ورکرې او د ټاکنو کمیسيون یى ګټونکی اعلان کری او دوى یې د سر په قېمت ملاتړ کوي.

ده زياته کړه، قومي مشران، ځوانان او مېرمنې له وسله والو طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره اوربند وکړي او ولس د ټاکنو د پایلې له اعلان څخه تود هرکلی او ملاتړ کوي.

د ولایتی شورا نورو غړو بيا له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د امریکا په منځګړیتوب دې له افغان حکومت سره سوله او اوربند وکړي ترڅو په هېواد کې سراسري سوله راشي.

د دې ولايت يوه قومي مشر عبدالرحمن د اسلام له نظره د سولې په ارزښت خبرې وکړې او سوله یې یو الهي امر یاد کړ او د جګړې له ښکېلو لورو څخه يې د سولې کولو غوښتنه وکړه.

ده زياته کړه: ((جمهوریت زموږ د خلکو سره کرښه ده، محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی دى او موږ یې ملاتړ کوو؛ نور افغانان له جګړې ستړي شوي دي او د تلپاتې سولې غوښتونکي دي.

د ولایتی شورا مرستیال محمد قسیم خوشیوال وویل، ټا کنی ګټونکی او بایلونکی لري او محمد اشرف غني د دې ټاکنو ګټونکی اعلان شوی او ولس یی تر شا په کلکه ولاړ دی.

ده له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي تر څو په هېواد کې تلپاتې سوله راشي، په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي او یو ولسواکه او د پیاوړي نظام په شتون کې د هېواد د بیارغولو لپاره کار وشي.

د لوګر یوه قومي مشر حاجي بسم الله وويل، سوله کې خیر دى، سوله کې د هر چا ژوند خوندي ساتل کېږي او هېواد بيا یو ولسواک نظام ته اړتیا لري چې د خلکو په رایه راغلی وي، ټاکنی ترسره شوې او نوی نظام به رامنحته شي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو ده.

نوموړي د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو څخه د سولې او اوربند غوښتنه يې هم وکړه.

دې ولسي غونډې ته لیلما فقیرزاده وويل، موږ په یو وخت کی له دوو خوشحالیو څخه برخمن شو چې يو د ټاکنو د پایلو اعلان او بله سولې ته زمينه برابرول دي.

د دې په وينا، ولس د موازي حکومتونو مخالف دى او دغه ډول اقدامات غندي.

نومورې له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د امریکا په منځګړیتوب له افغان حکومت سره داسې سوله وکړي چې د مېرمنو حقونه په کې خوندي وي.

مېرمن فقيرزاده وايي، د لوګر ډېری مېرمنې د سولې او جمهوري نظام چې د ټاکنو په نتيجه کې رامنځته شوى وي، ملاتړ او غوښتونکې دي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي تر څو په هېواد کې سراسري سوله راشي.

د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي دې غونډې ته په وینا کې وویل چې ټول افغانان باعزته افغان شموله او د دایمې سولې غوښتنونکي دي، جمهوري نظام غواړي او د ټاکنو پایلې د خلکو لپاره هیله بښونکې دي.

ده د سولې په تړاو وویل، اوس مهال د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې او دوامداره اوربند خبرې نږدې شوي او ډېر ژر به د دواړو لورو ترمنځ اوربند وشي.

د هغه په وينا، د خوشحالۍ ځای دى چی نن د لوګر ګڼ شمېر خلک او په ولایتي شورا کې د هغوی استازي د ټاکنو له پایلو او سولې له روانې پروسې خپل ملاتړ اعلانوي او له ټولو هېوادوالو څخه يې غوښتنه وکړه چې د دایمي سولې لپاره لاس په کار شي تر څو په ټول هېواد کې تلپاتې سوله راشي.

دوه ورځې مخکې هم په پل علم کې په يوه لويه غونډه کې علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او نور له جنګ جګړو څخه لاس واخلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement