ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوليسو شپږنيم ټنه نشه يي او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي

د ننګرهار پوليسو شپږنيم ټنه نشه يي او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي

author avatar
26 Feb 2020 - 16:05
د ننګرهار پوليسو شپږنيم ټنه نشه يي او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي
author avatar
26 Feb 2020 - 16:05

جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٨): د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ پولیسو ۶۳۶۹ کیلو ګرامه چاودېدونکي او نشه یې توکي او ۱۶۹ میله بېلابېلې وسلې ترلاسه کړي دي .

دغه راز له یادو توکو سره په تړاو یې ۲۹ کسان نیولي هم دي.

نیول شوي کسان، وسلې او توکې د کب په ۷مه د امنیې په قوماندانۍ کې رسنيو وښودل شول چې پر مهال یې د دغه ولایت والي شاه محمود میاخېل او امنیه قوماندان محمد ایمل نیازي رسنیو ته معلومات ورکړل .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، پولیسو تېره شپه په تورخم ښارګوټې کې له کوزې پښتونخوا په یو ټېلري موټر کې را لېږدول کېدونکي ۴۲ کلاشینکوفونه او ۱۲۷ تومانچې، یو میل پیکا او اته زره پنځه سوه مرمۍ له درېیو کسانو سره یو ځای ونیول .

هغه زیاته کړه، پولیسو دغه راز د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۱۹ کیلوګرامه شیشه، چرس او هیروینو په نوم نشه یې توکي چې په ټېلري موتر کې په شپږو پاکټونو کې ځای پر ځای شوي وو، د شپږو نورو وسایطو او ۲۲ تورنو کسانو سره یو ځای نیولي دي .

مياخېل وايي، پولیسو همدارنګه د روانې میاشتې په اوږدو کې ۴۸۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکې توکي، ۲۵۴۰۰ عدده ثانیه سوز لین له یو سراچه او ډاډسن موټر سره یو ځای ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان محمد ایمل نیازي وویل، د نشه یې توکو، جنایي جرمونو او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پولیسو د خلکو په مرسته د تېرې شپې په ګډون په روانه میاشت کې یادې لاسته راوړنې درلودلې دي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.