د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال د ځمکو غصب په تړاو نږدې ۱۶۰۰ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي

سږ کال د ځمکو غصب په تړاو نږدې ۱۶۰۰ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي

Feb 26, 2020 - 16:14

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۸): د ‌ځمکې او ښار جوړونې وزارت وايي چې سږ کال نږدې ١٦ سوه کسان د ځکمو د غصب په تړاو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي شوي دي.

دغه څرګندونې د ځمکې او ښار جوړونې سرپرست وزير محمد جواد پيکار د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.

پيکار وويل چې د امنيتي ځواکونو په مرسته یې پنځه سوه زره جريبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته را ګرځولې او په تړاو يې ۱۵۸۳۱ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په يادو کسانو کې زورواکي او قانون ماتو,نکي هم شامل دي.

ده وويل چې د تېر مالي کال په اوږدو ۵٫۵ ميليونه جريبه دولتي ځمکه او يونيم ميليونه څرځايونه يې سروې او ثبت کړي دي.

د نوموړي په وينا، هڅه کوي څو اته ميليونه جريبه دولتي ځمکه د حکومت د ټولګټو پروژو لپاره ځانګړې کړي.

دی وايي چې له کلني پلان سره سم سږ کال اته سوه زره غير رسمي او غير پلاني کورونه سروې او ثبت کړي او ۲۵زرو ته یې د ملکيت سندونه ورکړل شوي دي.

پيکار وايي چې په ټول هېواد کې ۵۷۶۴ اپارتمانونه يې پر بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنيو وېشلي او په پام کې لري چې په راتلونکو څلورو کلونو کې دوه سوه زره نور استوګنيز کورونه هم پر مستحقینو و ويشي.

پيکار زياتوي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۵۵زره جريبه ځمکه د دفاعي او امنيتي ځواکونو د قربانيانو پر کورنيو هم و وېشل شي.

ده وويل چې اوس مهال د دوی له پلان سره سم به ښوونکو ته د ښوونځي او نورو اسانتياوو پر بنسټ ځمکې ووېشل شي.

د پيکار په وينا، د ياد وزارت ټوله پراختيايي بودجه پنځه نیم ميليارده افغاني وه چې ۸۷ سلنه یې په تېر کال کې لګول شوې ده.

همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير فهيم هاشمي د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وويل چې سږ کال د دغه وزارت د عوايدو په کچه کې ٤٣ سلنه زياتوالى راغلى دى.

هغه وويل چې د ماليي وزارت له لوري دوى ته د عوايدو هدف ٦،٣ ميليارده افغانۍ ټاکل شوى و خو دغه کچه دوى نهه ميلياردو افغانيو ته لوړ کړه.

دی زياتوي چې د نړيوالې ټولنې په مرسته به په راتلونکي ښوونيز کال کې ټولې دولتي ادارې او يو شمېر ښوونځي له انترنېټي سيستم سره ونښلول شي.

د هاشمي په وينا، که چېرې د انټرنېټې جرايمو قانون د ملي شورا له خوا تصویب شي نو په ټولنيزو شبکو کې به د مصونيت ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

د يادونې ده، هر کال د حکومتي چارواکو له لوري ملت ته د حساب ورکولو پروګرام پیلېږي خو بيا چارواکي په کې يواځې خپلې لاسته راوړنې بيانوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking