د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"سیاستوال دې خپلمنځي اختلافات د سولې پروسې خنډ نه ګرځوي"

"سیاستوال دې خپلمنځي اختلافات د سولې پروسې خنډ نه ګرځوي"

Feb 26, 2020 - 16:10

کابل (پژواک، ۷ کب ٩٨): د هوتخېلو قومي شورا وایي، د تاوتریخوالې کمېدو افغانان تلپاتې سولې ته هیله من کړي، له افغان سیاستوالو غواړي چې خپل منځي اختلافونه ودروي؛ ځکه چې دوام یې د سولې بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته، د کب له درېیمې په هېواد کې د «تاوتریخوالي کمښت اوونۍ» اعلان کړې ده.

ټاکل شوې د دې اوونۍ په پای کې طالبان او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړي او وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل او په پای کې پر اوربند توافق وشي، څو په افغانستان کې یوه تل پاتې سوله ټینګه شي.

د هوتخېلو قومي شورا لسګونو مشرانو نن کابل کې د سولې له بهیره د ملاتړ په موخه غونډه جوړه کړې وه.

میوند خپلواک د دې شورا یوه غړي وویل، افغانان سولې ته تر هر بل وخت زیاته اړتیا لري او د تاوتریخوالي کموالی خلک اوربند او تل پاتې سولې ته هېله من کړي دي.

ده زیاته کړه د بین الافغانې خبرو د پیل او دوامداره سولې لپاره اړتیا ده چې ټول افغانان سره یوځای شي.

خو هغه په هېواد کې د روانو ټاکنیزو جنجالونو له امله رامنځته شوي اختلافونه د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل چې  که چېرې دغه جنجالونو دوام وکړي، د سولې بهیر به اغېزمن کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني له ټولو معتبرو رایو د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۸ کال د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

خو د دې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله له ۳۹ سلنه ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره په دویمه درجه کې راغی چې د دې پایلو له اعلان سره یې مخالفت وکړ او خپل ځان یې د یادو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

هغه وویل، «ټول شموله حکومت» اعلانوي او دغه راز يې د ځينو سياسيونو په ملاتړ په څو ولايتونو کې والیان معرفي کړل.

خو میوند په نننۍ ناسته کې وویل چې موازي حکومت جوړول د افغانستان وېشلو په معنا دی، هیچا ته ګته نه لري او د افغانستان خلک باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړي ته احترام وکړي.

د غونډې بل ګډونوال محمد عارف هم وویل چې افغانان د سولې ارمانجن دي او د جګړو ټولې خواوې باید د سولې ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

ده د ټاکنیزو جنجالونه په اړه وویل: «خلکو رایه ورکړه او د محمد اشرف غني ملاتړ یې وکړ او نور هیچ چا ته اجازه نه ورکوو چې پر خلکو باندې تجارت وکړي.»

نن په کابل کې د سولې ملي ادرس په نوم د ګوندونو او شوراګانو یوه مرکز هم په کابل کې یوه ناسته کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د سولې ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

دغه مرکز هيله څرګند کړه چې د تاوتریخوالي کمښت تل پاتې اوربند ته لاره هواره کړي.

‎د دغه مرکز یوه غړي مولوي جمال الدین  وویل چې څلوېښت کلنې جګړې له افغانانو ډېرې قربانۍ اخېستې او نور  د جنګ دوام هېڅ ډول منطق نه لري.

ده زیاته کړه: «موږ د پردو تر شا سوله نه غواړو، د سولې د بهیر په اړه باید خلکو ته روښانه او هر اړخیره معلومات ورکړل شي او د خلکو نظرونه باید پکې شامل شي.»

ده زیاته کړه چې د افغانستان خلک نور د بن موقت حکومت او د ملی وحدت په شان سهامی حکومتونه نه غواړې او باید  یو منتخب دولت را مینځته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement