د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې د «ماسکونو» عمده بیه ۱٤ برابره لوړه شوې

په کابل کې د «ماسکونو» عمده بیه ۱٤ برابره لوړه شوې

Feb 26, 2020 - 19:43

کابل (پژواک،۷ کب ۹۸): په چین او څو نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته په کابل ښار کې د ماسکونو عمده بیه نورو هېوادونو ته د قاچاق او تقاضا د زیاتېدو له امله ۱۴ برابره لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، کرونا ویروس لومړۍ ځل دوې میاشتې مخکې د چین په ووهان ښار کې خپور شو او له هغې وروسته یې ۳۳ نورو هېوادونو ته سرایت وکړ. په افغانستان کې یې هم تېره ورځ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په افغانستان کې وروسته له هغې د دې ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې د ایران په قم ښار کې د کرونا ویروس څو مثبت پېېښې ثبت شوې دي.

د وروستیو شمېرو له مخې، په چین کې پرې دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۷۶ زرو ډېر دی او په دغه هېواد کې یې تر اوسه د زرګونو کسانو پر درملنې سربېره ۲۳۴۵ مړه کړي دي.

ډاکتران د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر صابون د څو ځله لاسونو پر مینځلو او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو څخه پر لرېوالي سربېره ټینګار کوي چې خلک باید له ماسک او د بدن د مقاومت د لوړېدو لپاره له ویټامین سي څخه استفاده وکړي.

له همدې امله په بازارونو کې د ماسک بیې لوړې شوې دي.

د افغانستان د درملي خدمتونو د اتحادیې له رییس نعمت الله تواب ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ماسک بیې نه یواځې په افغانستان، بلکې په تولیدوونکو هېوادونو کې هم لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((مخکې له ماسک څخه د استفادې فرهنګ کمزوری و او ماسک تر ډېره روغتیايي پرسونل کاراوه، د کرونا ویروس په خپرېدو نه یواځې په افغانستان بلکې په ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو کې هم ماسک ته تقاضا زیاته شوې او هغه ماسکونه چې په افغانستان کې موجود وو، منځنۍ اسیا ته قاچاق او بیې یې لوړې شوې دي.))

هغه وویل، تر اوسه پر روغتیايي کارکوونکو سربېره عام افغانان هم لېوال دي چې له ماسک استفاده وکړي او د دې تقاضا لوړېدل د ماسک د بیې د لوړېدو لامل شوی دی.

د نوموړي په خبره، په کابل کې مخکې یو پاکټ (۵۰ ماسکونه) په عمده ډول په پنځوس افغانۍ پلورل کېده، خو اوس یې بیه ۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه د پوښتنې په ځواب کې وویل: ((شرکتونو په کافي اندازه ماسکونه نه لرل او یوه اندازه یې چې درلودل، له هېواده بهیر صادر شوي و، خو اوس بېرته په کافي اندازه ماسکونه وارد شوي، خو بیې یې لوړې شوې، پخوا یو ماسک موږ ته په یوه افغانۍ تمامېده، خو اوس راته په شاوخوا ۱۳ افغانۍ تمامېږي.))

د ده په وينا، که ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ماسک د قاچاق مخه ونیول شي، په کابل کې به د ماسک بیې بېرته ټيټې شي.

ستانکزي زیاته کړه، په هېواد کې د ماسکونو د تولید څلور فابریکې فعالیت کوي، خو دغه فابریکې ځکه ملاتړ نه لري او نه شي کولای چې له بهرنیو تولیدوونکو سره سیالي وکړي چې له فعالیت پاتې وې، خو اوس یې بېرته فعالیت پیل کړی دی.

نوموړي په دې اړه چې له کرونا ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره ډېری له کومو ماسکونو استفاده وشي، وویل، خلک له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کولای شي له عادي، فلتر لرونکو او ان تکیه يي ماسکونو استفاده وکړي او ان دوی کولای شي په کورونو کې له رخت ماسکونه جوړ کړي.

په پرچون ډول د ماسک بیه د هغه له عمده بیې هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، مخکې به یې یو ماسک په دوې افغانۍ، خو اوس یې په ۲۰ افغانۍ پېري.

دغه راز په کابل کې د فلتر لرونکي ماسک بیه له ۳۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانۍ او د تکیه يي ماسک بیه له ۲۰ افغانۍ څخه ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

کرونا څه ډول ناروغي ده او خلک پرې څه ډول اخته کېږي؟

د روغتیايي چارو متخصصین وايي، کرونا مکروبي ناروغي ده چې ویروس یې تر ډېره له حیواناتو څخه انسان ته انتقالېږي، دغه راز کېداى شي له ناروغ کس څخه روغو کسانو ته انتقال شي.

د دوی په خبره، تبه، ټوخى او سخت نفس تنګي د دې ناروغۍ نښه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په خبره له یوه عادي زکام پيلېږي.

د دې ناروغۍ د شدت پر مهال ویروس کولای شي، د سینه بغل لامل شي او بالاخره د ناروغ ګردې له منځه لاړې شي او د انسان د مړینې لامل کېږي.

ایا کولای شو ځان د کرونا ویروس له ناروغۍ وژغورو؟

په ۲۴ ساعتونو کې څو ځله د لاسونو پرېمینځل، هر ځل باید لاسونه لږ تر لږه د ۱۲ ثانیو لپاره په صابون وموښل شي، پر خامه غوښه د لاس وهلو پر مهال د دستکشو درلودل، له هغو کسانو لرې اوسېدل چې پر دې نارغۍ اخته دي، ماسک څخه استفاده، د پرنجي پر مهال له دستمال څخه استفاده او بيا يې ايسته اچول هغه اقدامات دي چې کولای شو په مراعاتولو یې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement