د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د سولې کتابتون سوله ييز ذهنيت خپروي

په کندهار کې د سولې کتابتون سوله ييز ذهنيت خپروي

Feb 26, 2020 - 16:53

کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۸): د کندهار یوه اوسېدونکي حکمت الله احسان چې د سولې کتابتون پر يوه مېز يې مخې ته څو کتابونه پراته وو او پر مطالعې بوخت و، پژواک ته وويل:"هر وګړی بايد د سولې لپاره کار وکړي او خپل غږ پورته کړي څو دغه خوب په رښتيا بدل شي."

هغه يو له هغو ځوانانو دی چې هره ورځ د سولې په نوم جوړ شوي کتابتون ته د مطالعې او سوله ييز ذهنيت خپرولو لپاره ورځي.

د سولې په نوم کتابتون په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د څو مدني فعالانو په هڅو او زيار جوړ شوی دی.

احسان د دې ترڅنګ چې په دغه کتابتون کې د خپل ذوق او علاقې وړ کتابونه مطالعه کوي، له ګڼو نورو ځوانانو سره یو ځای د سولې په تړاو بحثونه کوي، خپل احساسات او افکار تبادله کوي او د هغوی تر منځ د سولې ذهنیت خپروي.

دغه ۲۵ کلن ځوان چې د نورو هېوادوالو په څېر د سولې په ارمانجن دی ، وايي د هېواد هر وګړی باید د سولې لپاره کار وکړي او خپل غږ پورته کړي څو دغه خوب په رښتيا بدل شي.

حکمت الله احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، د سولې په نوم دغه کتابتون تر ډېره د کندهار ښار د ځوانانو تر منځ يو ښه احساس پيدا کړی او د کتابتون په يوه څنډه کې ناستو ځوانانو ته يې په اشارې سره وويل، چې هره ورځ نوي ځوانان ويني چې دغه کتابتون ته د مطالعې او د سولې په اړه ناستو او بحثونو لپاره راځي.

دی زياتوي، په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر هڅې پيل شوې چې د دې سره په خوا کې دا ډېره مهمه ده چې په ولس کې هم د سولې لپاره ذهنیت جوړونه وشي.

احسان وايي،د سولې په نوم کتابتونونه جوړول او نور مدني خوځښتونه ترسره کول په ځوانانو کې افراطيت، تشدد او جګړه ييز ذهينت له منځه وړي او د سولې په ارزښت يې پوه کوي.

دی پر دې باور دی چې، څو د هېواد فرد فرد د سولې لپاره راپورته نه شي، تلپاتې سوله نه راځي په همدې بنسټ يې د خپل ژوند يوه برخه د سولې لپاره کار کولو ته ځانګړې کړې ده.

دا يوازې حکمت الله احسان نه دی چې د سولې او سوله ييز ذهنیت خپرولو په موخه دغه کتابتون ته راځي، بلکې په دې وروستیو کې ګڼو ځوانانو دغه کتابتون ته مخ کړې ده.

سردارمحمد سروري د کندهار ښار بل ځوان دی چې تل دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورځي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، په لومړي ځل چې یې د سولې کتابتون نوم واورېد نو همدغه نوم وهڅاوه چې دغه کتابتون ته ورشي.

دی وايي، له کله چې یې دغه کتابتون ته تګ راتګ پيل کړی، ډېر کتابونه یې مطالعه کړي، ډېر نوي ملګري یې موندلي چې له هغوی سره تل د سولې په تړاو خبرې او بحثونه کوي.

د ده په خبره، دغسې سالمې بوختیاوې د سوله ییز ذهنیت په خپرولو کې مهم رول لري او ځوانان له جګړې، تشدد او افراطیت څخه راګرځوي.

سروري زیاتوي:" موږ د دې هېواد د اوسېدونکو په توګه د سولې په راوستو کې لوی مسوولیتونه لرو، موږ کولای شو هغه ناراضه ځوانان چې د پردیو په لمسون یې ټوپک را اخیستی او خپل بل ورور وژني، وپوهوو چې دا جګړه د هیچا په ګټه نه ده."

نوموړي وویل، په دې وروستیو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځوانانو د جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې سولې په موخه بېلابېل مدني فعالیتونه پيل کړي، دیني عالمان د جګړې پر ضد فتواوې ورکوي چې دا ټول د هېواد د جګړې په پای ته رسولو کې مثبت اغېز لري.

د ده په خبره، په کندهار کې د سولې د ذهنیت په خپرولو او د اذهانو په تنویر کې د نورو فعالیتونو تر څنګ د سولې کتابتون جوړول یو ارزښتناک ګام دی چې ځوانان یې په دې اړه مطالعې کولو او فکر کولو ته هڅولي او ورځ تر بلې د دغسې ځوانانو په شمېر کې ډېروالی راځي.

سروري وايي، له نورو کتابتونونو سره د دغه کتابتون توپیر دا دی چې هر څوک په ډاډه زړه ورته راځي او په ارام چاپېریال کې مطالعه کوي، ځوانان یو له بل سره پېژني او اړیکې یې ډېرېږي او تر ټولو مهمه دا چې په خپلو منځونو کې د سولې په تړاو بحثونه کوي.

د ده په خبره، تر ټولو لویه هیله یې دا ده چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او نور د جګړې ټغر ټول شي.

د سولې په نوم نومول شوی دغه کتابتون نهه میاشتې مخکې د کندهار د څو تنو رضاکارو مدني فعالانو له خوا د ښار په لومړۍ ناحیه کې پرانیستل شوی چې شاوخوا ۴۰ زره بېلابېل کتابونه په کې مطالعې ته اېښودل شوي.

مدني فعال او د دغه کتابتون بنسټ اېښودونکي منور احمد واحدي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، سوله يوازې د انسانانو نه، بلکې د ټولو ژوندیو موجوداتو طبیعي غوښتنه ده؛ نو په همدې بنسټ باید د ټولنې هر وګړی له خپل توان سره سم د سولې او امن لپاره کار وکړي.

دی وايي، په دې لړ کې یې له خپلو نورو رضاکارو ملګرو سره د سولې په نوم د یوه عام کتابتون د جوړولو هوډ وکړ څو له دې لارې په ټولنه کې سوله ییز ذهنیت خپور شي، خلک د سولې په ارزښت وپوهول شي او بالاخرهد سولې لپاره خپل غږ پورته کړي.

د واحدي په خبره، د همدې موخې لپاره یې د خپلو ۳۰ تنو رضاکاروملګرو په ملتیا د کتابونو راټولولو کمپاین وکړ چې په پایله کې یې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د علم د هرې برخې سره تړلي ۴۰ زره کتابونه راټول کړل.

دی زیاتوي، دغه ټول کتابونه یې د خلکو ازادې مطالعې ته ایښي او هغوی ته یې خوندي او ارام چاپېریال برابر کړی دی.

واحدي وویل، دغه کتابتون له سهاره تر ماښام پرانیستي وي او هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ ځوانان، سپین ږیري، محصلان، زده کوونکي او نور د مطالعې لپاره راځي چې ځینې همدلته مطالعه کوي او ځینې کتابونه ورسره وړي او تر مطالعې وروسته یې بیرته کتابتون ته سپاري.

دی وايي، پلان لريد کندهار ښار په نورو سیمو کې هم ورته دوه نور کتابتونونه جوړ کړي او کرار کرار دغه لړۍ ولسوالیو او نورو ولایتونو ته وغځوي.

د ده په خبره، د سولې کتابتون د نوم په اورېدو له خلکو سره د سولې په اړه فکر پیدا کېږي او خلک اغېزمن کېږي چې همدا د عمومي ذهنیت جوړولو لپاره مهمه چاره ده.

نوموړی زیاتوي، پر دې هېواد او خلکو څلور لسیزې جګړه تېره شوې، خلک له نور له دې وضعیت څخه ستړي دي او د سولې په ارمان دي.

خو د ده په باور، سوله په یوه شخص یا ډله نه راځي په خپله خلک باید راپورته شي، د سولې لپاره غږ پورته کړي څو د جګړې پر ښکېلو کورنیو او بهرنیو اړخونو فشار وارد شي او بالاخره سولې ته اړ ویستل شي.

واحدي زياته کړه ، د دې کار لپاره دا ډېره مهمه ده چې خلک د سولې په ارزښت وپوهول شي، ذهنونه یې روښانه ښي او په دې هېواد کې بیا څوک پیدا نه شي چې وسله پر اوږه کښېږدي او جګړه وکړي.

دی وايي، دغه کتابتون او د سولې په تړاو د هغوی نورو مدني فعالیتونو په ټولنه کې مثبت اغېز کړی او ورځ تر بلې د دې لارې د لارویانو شمېر ډېرېږي.

نوموړي د سولې په تړاو د وروستیو هڅو په اړه وویل، که څه هم په دې وروستیو کې د سولې خبرې توندې شوي خو له بده مرغه دغه خبرې په بهرنیو هېوادونو کې د حکومت او ولس له ګډون پرته روانې دي.

دی غوښتنه کوي چې د سولې پر پروسه دې ولس او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د څار حق او په تصمیم نیونه کې ونډه ورکړل شي.

نوموړی پر نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې د افغانستان د سولې خبرې دې د ولس په منځګړتوب وشي نه دا چې د بندو دروازو تر شا په پردیو هېوادونو کې ترسره شي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت افغان پژواک خبري اژنس ته وویل چې د سولې او په ټوله کې د سولې د ذهنیت خپرولو لپاره د دغسې کتابتونونو او اکاډمیکو مرکزونو جوړول ګټور کار دی.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې په کندهار کې په دې برخه کې په بې سارې توګه د ځوانانو فعالیتونه ډېر شوي دي.

دی وايي، دغسې فعالیتونه له دې امله ډېر مهم دي چې د تلپاتې سولې لپاره باید د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو پر ذهنیت جوړولو کار وشي.

افغان وویل، دغلته ځوانان مطالعې ته راټولېږي، له یو او بل سره یې اړیکې جوړېږي، د سولې په اړه خپل افکار او نظرونه تبادله کوي، ذهنیتونه یې روښانه کېږي.

دی وايي، همدا د ځوانانو لپاره یوه سالمه علمي او فرهنګي بوختیا هم ده.

ده زیاته کړه: " که هېواد ته سوله را هم شي خو چې ذهنیت جوړونه و نه شي، تلپاتې نه وي."

افغان یادونه وکړه چې دغې ډېرې جدي اړتیا ته په پام سره په خپله د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم په وار وار د سولې په نوم مشاعرې کړي، د سولې تیاتر یې جوړ کړی او هنرمندانو په کې د سولې پیغامونه خپاره کړي، د ښوونځیو د زه کوونکو تر منځ یې د سولې په نوم سیالۍ جوړې کړي.

د ده په باور، دغه ټول فعالیتونه د سولې په برخه کې ګټور تمامېږي، څو خلک دې ته اماده شي چې په سوله کې ژوند وکړي، یو او بل و زغمي د تشدد لارې پرېږدي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking