د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پومپيو: له طالبانو سره تړون، له افغان حکومت سره په همغږۍ لاسليکوو

پومپيو: له طالبانو سره تړون، له افغان حکومت سره په همغږۍ لاسليکوو

Feb 26, 2020 - 11:43

 

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې د تاوتريخوالي کمولو بهير په ښه توګه روان دى او د بريا په صورت کې به له افغان حکومت سره په همغږۍ له طالبانو سره تړون لاسليک کړي.

پومپيو دغه څرګندونې پرون ناوخته په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ويې ويل چې په افغانستان کې له شاوخوا دوو لسيزو وروسته  سياسي جوړ جاړي ته فرصت برابر شوی چې بايد زیانمن نه شي.

هغه په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو د اوونۍ په اړه وويل: "موږ په افغانستان کې يو بېساری سياسي فرصت ترلاسه کړی دی، هېڅ يوې وړې ډلې ته چې فکر کوي دغه فرصت ته زيان رسولی شي، اجازه نه ورکوو چې دغه کار وکړي. يو شمېر ډلې شته هڅه کوي زموږ لاسته راوړنو ته زيان ورسوي، خو موږ به ورته اجازه ور نه کړو. "

خو پومپيو دا ډلې په ډاګه نه کړې چې کومې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې په دې وروستيو کلونو کې لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ټولو ښکېلو غاړو تاوتريخوالی راکم کړی دی.

نوموړي ټېنګار وکړ چې که دا هر څه همدغسې بريالي پر مخ ولاړ شي، دوی به له طالبانو سره تړون لاسليک کړي.

هغه وايي: "د تاوتریخوالي ۷ ورځنی بهیر ډېر فوق العاده نه دی خو، بيا هم تر دې دمه ښه روان دی، که همدغسې بريالي پر مخ ولاړ شي، د افغانستان د ملي يووالي له حکومت سره په همغږۍ به له طالبانو سره تړون لاسلیک کړو. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زياته کړه چې له افغانستانه به امريکايي ځواکونه مرحله په مرحله ووځي.

ده وويل: "طالبان باید خپله هره ژمنه عملي کړي، موږ تر هغو نه وځو چې دا ژمنې پلې شوې نه وي. "

د پومپيو تر څرګندونو څو ساعته مخکې د امريکا ولسمشر هندوستان ته د خپل سفر په پاى کې وويل چې غواړي په افغانستان کې خپل سرتېري راکم کړي.

خو هغه په ډاګه کړې چې په افغانستان او سيمه کې به  استخباراتي حضور ولري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking