د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

څارنوالي د داسې بندیانو دوسيې نه قبلوي چې په ناقانونه توګه نیول شوي وي

څارنوالي د داسې بندیانو دوسيې نه قبلوي چې په ناقانونه توګه نیول شوي وي

Feb 26, 2020 - 18:49

کندهار (پژواک، ۷ کب ۹۸): چارواکي وايي، څارنوالي له دې وروسته د هغو بندیانو دوسیې نه قبلوي چې په ناقانونه توګه نیول شوي وي.

دغه څرګندونې د کب په ٧مه، د کندهار د قضايي او عدلي ارګانونو د همغږۍ په میاشتنۍ غونډه کې وشوې.

په دغه غونډه کې د کندهار والي حیات الله حیات، په ولسي جرګې کې د دې ولایت استازي سید احمد سیلاب، د استیناف محکمې، استیناف څارنوالۍ، ملي امنیت، روغتیا ریاست، د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولینو او استازو ګډون کړی وو.

غونډه تر ډېره په کندهار کې پر ناقانونه نیونو، د بندیانو د دوسیو پر ځنډ او په ولسوالیو کې د عدلي او قضايي ارګانونو پر پیاوړتیا بحث او خبرو ته ور ټوله وه.

د کندهار د استیناف څارنوالۍ رییس عیس ابراهیم خېل وویل، څارنوالي له دې وروسته د هغو بندیانو دوسیې نه قبلوي چې د نیونې یا ګرفتارۍ پر مهال یې د څارنوالۍ استازی شتون و نه لري.

هغه ټینګار وکړ چې د جنايي جرمونو او مخدره توکو په قضیو کې د متهمنیو د نیولو پر مهال د څارنوال شتون مهم دی.

د کندهار د استینا محکمې د جزا دیوان رییس قضاوتیار نورالحق مصلح وویل، د کندهار زندان د بندیانو وضعیت یې له نږدې څارلی او هلته یو شمېر ستونزې شته چې باید حل شي.

ده زیاته کړه، د ځای د تنګوالي له امله بندیان له جدي ستونزو سره مخ دي، دغه راز د یو شمېر بندیانو د دوسیو په څېړلو کې ځنډ راځي، اړوندې ادارې باید د دغو ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.

دغه راز ده ټینګار وکړ چې د امنیتي ادارو له خوا د بندیانو ځورونه او شکنجه ناقانونه کړنه ده او باید تکرار نه شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سیلاب وویل، دا چې د کندهار والي، د محکمې رییس او د ملي امنیت رییس هره اوونۍ په مخامخ توګه له خلکو سره ګوري، یو ښه اقدام دی چې له مخې یې چارواکي مجبورېږي د هغوی ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.

نوموړي هم د کندهار په زندان کې د بندیانو د ځای د تنګوالي موضوع یاده کړه او ضمنا یې غوښتنه وکړه چې د هغوی روغتیا دې پام وشي او له اړتیا سره سم روغتیايي خدمات دې وړاندې شي.

د کندهار د ملي امنیت رییس تورنجنرال نظر شاه صافي وویل، د ملي امنیت د منسوبنیو له خوا د ګرفتاریو یا نیونو پر مهال به هیڅ ډول ناقانونه کړنه نه ترسره کېږي.

ده ګواښ وکړ که دغسې څه ولیدل شي نو له مرتکبینو سره به قانوني چلند وشي.

هغه دغه راز د بندیانو د هر ډول ځورونې د مخنیوي ډاډ ورکړ.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغسې غونډې د عدلي او قضايي ارګانونو تر منځ همغږۍ، د عدالت د تامین او د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدو لپاره ډېرې ممهمې دي.

هغه ټینګار وکړ چې په دغو میاشتنیو غونډو کې باید د ادارو لومړۍ درجه مسوولین ګډون وکړي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې امنیه قومانداني دې د جلب مرکز جوړ کړي څو هغه وګړي چې د عدلي او قضايي ادارو له خوا غوښتل کېږي پر وخت جلب شي.

دغه راز ده خبر ورکړ چې د کندهار زندان د بندیانو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه به په دغه زندان کې ژر بل روغتیايي مرکز جوړ او پرسونل به یې ډېر شي.

والي هم د ناقانونه نیونو مخالفت وکړ او ټينګار یې وکړ چې څارنوالي باید هغه دوسیې قبولې نه کړي چې ناقانونه وي.

دغه راز ده دا هم وویل، هره پېښه چې کېږي باید قانوني څېړنه یې وشي.

چارواکي په داسې حال کې د ناقانونه ګرفتاریو د مخنیوي خبره کوي چې څو میاشتې وړاندې د ملي امنیت منسوبینو د کندهار- سپين بولدک پر لار ۴۰۰ تنه نیولي وو چې په دې وروستیو کې د محکمې له خوا برائت ورکړل شو او خوشې شول.

په ورته وخت کې د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې او ملي امنیت څارنوالیو مسوولین وايي چې په تېرو څو میاشتو کې يې د هغو ۸۰۸ تنو بندیانو ۶۳۰ دوسیې ترتیب او بشپړې کړي چې تر اوسه نه وې بشپړې شوې.

دغه راز دوی یادونه کوي چې د ۴۲۴ دوسیو د پرېکړو په موخه یې د بګرام له قاضیانو څخه کندهار ته صلاحیت انتقال کړی چې په لنډ وخت کې به رسیدګي ورته وشي او دغه دوسیې به فیصله کړای شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking