پلخمری(پژواک،٨کب ۹۸): د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د اورکم اوونۍ هرکلى وکړ او له ښکېلو خواو يې د دايمي اوربند غوښتنه وکړه.
د تېرې شنبې په ورځ د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي د کموالو په موخه د يوې اوونۍ لپاره اورکم اعلان شو چې د روانې شنبې په ورځ به يې موده پوره شي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکو د يادې اوونۍ د هرکلي په تړاو تېره شپه لويه غونډه جوړه کړې وه.
د يادو کسانو له ډلې ارباب شمس الله پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له طالبانو مننه کوم چې سولې ته د ژمنتيا په موخه يې د يوې اوونۍ تاوتريخوالي له کموالي سره موافقه وکړه.))
د نوموړي په وينا، پنځه ورځې کيږي چې د تاوتريخوالي کموالى پيل شوى، دوى ورته خوښ دي، ځکه په سيمه کې يې ډزې نه دي شوي.
دغه راز د يادې غونډې بل ګډنوال او د حزب اسلامي قوماندان ميرويس جهاديار وويل چې طالبان سولې ته ژمن خلک دي، خو د خلکو له غوښتنې سره سم بايد تلپاتې اوربند اعلان کړي.
ده زياته کړه:((سوله نږدې ده، په داسې حالاتو کې د حکومت ملاتړ په کار دى، په بل هر نوم د حکومت له جوړولو سره مخالف يو، د موازي حکومت پلويان هم بايد د سولې لپاره کار وکړي.))
د غونډې يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له طالبانو، حکومت او امريکا يې په افغانستان کې د دوامداره اوربند او سولې غوښتنه وکړه.
د يادونې ده چې يادو کسانو د غونډې په پاى کې ددې لپاره اتڼ هم وکړ چې په رښتيني ډول د يوې اوونۍ لپاره هېواد کې جګړه کمه وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن