ترينکوټ ( پژواک ۸ کب ۹۸):، د اروزګان ولايت اوسېدونکي وايي چې که څه هم د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ کې مرګ ژوبله کمه شوې، خو لارې او مخابراتي شبکې بندې او د پوليو واکسين ته هم اجازه نه ورکول کېږي.
د لويو لارو بندښت، مخابراتي اسانتياوو ته نه لاسرسی اودګوزڼ واکسين کمپاين پر وړاندې د طالبانو محدوديتونه هغه څه دي، چې د اروزګان ولايت د مرکز او ولسواليو ځايي اوسېدونکي له تېرو څه باندې درېيو کلونو راهیسې ورسره لاس او ګريوان دي.
ددې ولايت اوسېدونکي وايي چې د تاوتريخوالي يا اور کم پيلېدو راهيسې که څه هم مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالى راغلى، خو ددوى په ورځني ژوند کې ډېر بدلون نه دى راغلى.
د ترينکوټ ښار د لرې پرتې درافشان سيمې اوسېدونکي عبدالبصير پژواک ته وویل چې اوس هم له ښار سره نښلېدونکى قير سړک د هغوی پرمخ تړلى دى او دوی اړ دي چې يو نيم ساعت پر فرعي لارې ښار ته مزل وکړي.
هغه زياته کړه، نه يوازې لويې لارې د هغوی پر مخ نه دي پرانیستل شوې، بلکې مخابراتي شبکي چې له تېرو څوکلونو راهيسې د طالبانو له خوا پرې بندېز لګول شوى،اوس هم بندې دي.
د نوموړي په وينا، يوازې د جګړې په کرښو کې د تاوتریخوالي کمښت اوونۍ پر مهال په مرګ ژوبله کې کموالی راغلی، خو د عامو اوسېدونکو ورځنۍ چارې هم د تل په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ولسواليو اوسېدونکي هم د دولت او وسله والو طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پرمهال د هغوی پر وړاندې د شته خنډونو يادونه کوي.
د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکى سمیع الله وايي، د عامو خلکو په ورځنيو چارو او ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی .
هغه پژواک ته وويل، لويې لارې لا هم تړلې دي، ټيلېفون کار نه کوي او د پوليو واکسين چې په کليوالو سیمو کې پرې بندېز لګیدلی و، لا هغسې پاتې دى.
ددې ولايت اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د جګړې بندولو ترڅنګ دې د عامو خلکو په ژوند کې بدلونونه راولي او اسانتياوې دې ورته رامنځته کړي.
اروزکان کې د اترا ادارې او عامي روغتیا ریاست مسوولین هم مني چې هغوی ته په نا امنه سیمو کې د فعالیت اجازه نه ده ورکول شوې .
د اترا ادارې ولايتي مسوول جاوېد خپلواک پژواک ته وويل ، طالبانو هغوی ته اجازه ورنه کړه، چې په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو بند فعالیت بياځلې پيل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن