ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا والي: د تدارکاتو اوږده پروسه د پروژو د ځنډ عمده لامل دی

د پکتيا والي: د تدارکاتو اوږده پروسه د پروژو د ځنډ عمده لامل دی

author avatar
27 Feb 2020 - 14:08
د پکتيا والي: د تدارکاتو اوږده پروسه د پروژو د ځنډ عمده لامل دی
author avatar
27 Feb 2020 - 14:08

ګرديز (پژواک، ٨ کب ٩٨): د پکتيا والي د وزارتونو پر تدارکاتي پروسه کلکه نيوکه کوي او وايي چې د دې پروسې د اوږدوالي له امله د يو شمېر پروژو چارې پر خپل وخت نه بشپړيږي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي د کب په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چې تېر کال په دغه ولايت کې د شپږ ميليارده افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې او هڅه يې دا ده چې راتلونکي کال کې له شپږ تر لس ميليارده افغانيو پنځه سوه نورې لويې او کوچنۍ پروژې پلې شي.

کټوازي وويل چې په ۱۳۹۹ کال کې به د دغه ولايت مهم سړکونه په اساسي ډول جوړ شي.

نوموړي زياته کړه چې د ښځو د سوداګريز بازار او پارک جوړول، په ښار کې نورې پانګونې ته اسانتياوې برابرول، د صنعتي پارک فعالول، د امنيتي او دفاعي ځواکونو ټولو قربانيانو ته د نومرو د ورکړې لړۍ بشپړول، په راتلونکو درې کلونو کې د پکتيا په ځنګلونو کې د چارمغزو او جلغوزيو د اووه نيم ميليونه نيالګيو کېنول او په روغتيايي برخه کې د شته جدي ستونزو حل يې د راتلونکي کال د کاري پلانونو برخه ده.

نوموړي وويل: ((په ملي بوديجه کې د تېرو کلونو په څېر رښتيا هم کمه بوديجه راکړل شوې، خو له ځينو نورو مدرکونو او بنسټونو لخوا به زياتې پروژې پلې شي.))

د پکتيا والي وايي راتلونکي کال کې به د ښار درې داخلي سړکونه، د ګردېز ــ زرمت، ګردېز ــ روحاني بابا، څمکني ــ جانيخېل، تشنک ــ لجه منګل او مچلغو سړکونو په اساسي ډول رغولو سربېره د نشه يي توکو د کر، قاچاق او اوسمهال په زياته پيمانه کېدونکي پېر او پلور مخنيوی يې کاري لومړيتوبونه دي.

شميم خان کټوازي وويل چې تر راتلونکو شاوخوا درې مياشتو به ټاکل شويو اتلس زره ټولو کورونو ته برېښنا ورسول شي، خو خلک د نوموړي دا ژمنه لويه بولي او نيوکه يې دا ده چې په تېرو دوه کلونو کې يوازې اووه زره کورونو ته برېښنا رسېدلې او نور پاتې دي.

د ګردېز اړوند د تېرې سيمې اوسيدونکی حاجي محمد نبي وايي: ((برق تر اوسه لا تېرې ته نه دی رسېدلی چې تر ټولو نږدې ځای دی، څو ځله برېښنا رياست ته ورغلي يو. فکر نه کوم چې په يو کال کې به هم ټولو ته ورسيږي.))

د احمدابا ولسوالي اوسيدونکی عبدالله پکتين د چارواکو د ژمنو پر نه عملي کېدو نيوکه کوي او وايي چې د څو کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز خورا لرغونی بالاحصار په ناوړه وضعيت کې دی او پکتيا کرکټ لوبغالي چارې هم غيرمعياري دي.

خو د پکتيا والي بيا اداري فساد او د ادارو کم کاري ظرفيت لويه ستونزه بولي او وايي چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره دوامدارې هڅې کوي او غوښتنه يې دا ده چې په قراردادونو کې د شفافيت او چټکې تدارکاتي پروسې له لارې پر وخت د پروژو نه پلې کېدو ستونز حل شي.

شميم کټوازي وويل د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شويو ځمکو راګرځولو ته ژمن دی او هڅه يې دا ده چې د کرنې او مالداري د بېلابېلو پروژو له لارې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا سربېره د مچلغو بند پروژه هم په چټکتيا پيل کړي.

نوموړي زياته کړه چې برېښنا د وېش په پروژه کې د قرارادادي هندي شرکت ستونزه وه، هغه حل شوې او ژمنه يې کړې چې تر ثور مياشتې به ټولو پاتې کورنو ته برېښنا ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.