ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهين قول اردو: اوه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي

شاهين قول اردو: اوه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي

author avatar
27 Feb 2020 - 14:03
شاهين قول اردو: اوه طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي
author avatar
27 Feb 2020 - 14:03

مزار شريف (پژواک، ٨ کب ٩٨) : په شمال کې د شاهين قول اردو وايي چې د ماين په يوه چاودنه کې اوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو لخوا د کب په ٨ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه پرون مازيګر د بلخ ولايت په دولت ولسوالۍ کې شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې د وسله والو طالبانو يو عراده موټر د يادې ولسوالۍ په پول بلداى کلي کې ددوى لخوا پر ځاى پر ځاى شوي ماين ختلى او چاودنه يې کړې ده.

قول اردو ويلي چې په دې چاودنه کې اوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى موټر هم له منځه تللى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې ملکي وګړو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.