ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د نجونو ترمنځ د منډې سيالي ترسره شوه

په بلخ کې د نجونو ترمنځ د منډې سيالي ترسره شوه

author avatar
27 Feb 2020 - 13:47
په بلخ کې د نجونو ترمنځ د منډې سيالي ترسره شوه
author avatar
27 Feb 2020 - 13:47

مزارشريف ( پژواک، ۸کب، ۹۸) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځينه لوبغاړو د غوراوي او له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د ۲۵ تنو نجونو تر منځ د منډې سيالي وشوه.

دغه سيالي د بلخ ولايت د بدني روزنې رياست لخوا جوړه شوې وه، چې د سيالۍ ګډونوالو د دوه کېلومټرو په اوږدو منډه ووهله.

د بلخ د بدني روزنې ادارې رييس محمد ابراهيم عثماني د کب په ۸مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه سيالي يې د غوره ښځينه لوبغاړو د موندلو او همدا راز د کب نهمې يا له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه جوړه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو د قربانيو او هڅو برکت دی، چې د خلکو امنيت خوندي دی او دوی کولای شي، په ډاډه زړه ورزش وکړي.

د عثماني په خبره دغه د دغې سيالۍ په لړ کې ښځينه لوبغاړو ۲ کېلومټره منډه ووهله، چې له لومړۍ تر درېيم مقام پورې ډالۍ هم ورکړل شوې.

نوموړی زياتوي، چې بلخ کې د منډې منتخب ټيم نجونې د ۲۱ کېلومټره او ۴۲ کېلومتره منډې توانايي هم لري.

فايزه پناهي د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې د منډې په دغې سيالۍ کې برخه اخيستې وه .

هغې پژواک ته وويل چې د دغه ډول سياليو ترسره کول، مرسته کوي څو نجونې روحيه واخلي او په ټولنه کې ځان مطرح کړي.

نوموړې له حکومت څخه غوښتنه کوي؛ څو هغه ننګونې له منځه يوسي، چې لا هم افغان مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي.

پناهي وايي، چې له تېرو درې کلونو راهيسې د نجونو د منډې متخب ټيم غړيتوب لري، چې تر دې مهاله يې په ګڼو سياليو کې برخه اخيستې ده.

د هغې په وينا امنيتي ځواکونه د هيواد اصلي ساتونکي دي او بايد يې خلک په ټينګه ملاتړ وکړي.

ليدا واحدي په مزارشريف ښار کې د نجونو د ورزش يو خصوصي کلپ لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.