هرات ښار (پژواک، ٨ کب ٩٨): د هرات حکومتي مسوولين ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې يو ډګروال تښتولى او دوه امنيتي سرتېري يې ټپيان کړي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د کب په اتمه رسنيو ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو له زاول ولسوالۍ څخه يو ډګروال نامعلوم لوري ته تښتولى دى.
دغه راز هغه وويل چې په شينډنډ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر امنيتي ځواکونو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((د تاوتريخوالي د کموالي اوونۍ ده، خو طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په دغه برخه کې خپلو ټولو کړو ژمنو ته وفاداره دي.))
بل لورته وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د تېرې شنبې په ورځ د امريکا او طالبانو ترمنځ د توافق له مخې د يوې اوونۍ لپاره په هېواد کې اورکم اعلان شوى دى.
حکومت او وسله والو طالبانو دواړو د خبرپاڼو په خپرولو سره ويلي چې يو پر بل به بريد نه کوي، خو د مقابل لوري د بريد ځواب حتمن ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن