ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې هم د کرونا دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

په پاکستان کې هم د کرونا دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

author avatar
27 Feb 2020 - 10:43
په پاکستان کې هم د کرونا دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي
author avatar
27 Feb 2020 - 10:43

کابل (پژواک، ٨ کب ٩٨) : د پاکستان حکومت اعلان کړى چې په دې هېواد کې هم د کرونا ويروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان  د رسنيو د راپورونو له مخې، يوه پېښه يې د سند ايالت په کراچۍ ښار او بله يې په  شمالي سيمه سکردو کې ثبت شوې ده.

په روغتيايي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار ظفر مرزا  رسنيو ته ويلي چې ددواړو پېښو درملنه روانه ده او خلک دې نه وارخطا کېږي.

هغه  زياته کړې، په کرونا اخته دواړه کسان تازه له ايران څخه را ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې چې تر چين وروسته په ايران کې د کرونا ويروس له امله ډېر کسان مړه او پرې اخته شوي دي.

بلخوا دپاکستان حکومت په سند او بلوچستان ايالتونو کې ټول ښوونځي تړلي او له ايران سره يې خپل سرحد تړلى دى.

دغه راز له افغانستان سره پرفرضي کرښه هم پاکستان څارنه ډېره کړې او په بېلا بېلو سيمو کې يې ډاکټران ګومارلي، څو د تګ راتګ کوونکو پلټنه وکړي.

د يادونې ده چې  دکرونا ويروس ناروغي شاوخوا دوه مياشتې مخکې د چين په اووهان ښار کې رامنځته شوې وه، چې اوس د چين د ډېرو ښارونو ترڅنګ په شاوخوا ٣٠ هېوادونو کې هم خپره شوې ده.

له دې ويروس څخه تر اوسه په چين کې شاوخوا٢٧٠٠ کسان مړه شوي او نږدې ٩٠ زره کسان پرې اخته شوي دي.

تر چين وروسته ايران، ايټاليا او سوېلي کوريا کې ډېرې پېښې رامنځته شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي چې په هرات ولايت کې هم د کرونا يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.