د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ کې د اروزګان د خلکو ژوند کې بدلون نه دى راغلى

د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ کې د اروزګان د خلکو ژوند کې بدلون نه دى راغلى

Feb 27, 2020 - 11:45

ترينکوټ ( پژواک ۸ کب ۹۸):، د اروزګان ولايت اوسېدونکي وايي چې که څه هم د تاوتريخوالي کمولو اوونۍ کې مرګ ژوبله کمه شوې، خو لارې او مخابراتي شبکې بندې او د پوليو واکسين ته هم اجازه نه ورکول کېږي.

د لويو لارو بندښت، مخابراتي اسانتياوو ته نه لاسرسی اودګوزڼ واکسين کمپاين پر وړاندې د طالبانو محدوديتونه هغه څه دي، چې د اروزګان ولايت د مرکز او ولسواليو ځايي اوسېدونکي له  تېرو څه باندې درېيو کلونو راهیسې  ورسره لاس او ګريوان دي.

ددې ولايت اوسېدونکي وايي چې د تاوتريخوالي يا اور کم پيلېدو راهيسې که څه هم مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالى راغلى، خو ددوى په ورځني ژوند کې ډېر بدلون نه دى راغلى.

د ترينکوټ ښار د لرې پرتې درافشان سيمې اوسېدونکي عبدالبصير پژواک ته وویل چې  اوس هم له ښار سره نښلېدونکى قير سړک د هغوی پرمخ تړلى دى او دوی اړ دي چې يو نيم ساعت پر فرعي لارې ښار ته مزل وکړي.

هغه زياته کړه، نه يوازې لويې لارې د هغوی پر مخ نه دي پرانیستل شوې، بلکې مخابراتي شبکي چې له   تېرو څوکلونو راهيسې د طالبانو له خوا پرې بندېز لګول شوى،اوس هم بندې دي.

د نوموړي په وينا، يوازې د جګړې په کرښو کې د تاوتریخوالي کمښت اوونۍ پر مهال په  مرګ ژوبله کې کموالی راغلی، خو د عامو اوسېدونکو ورځنۍ چارې هم د تل په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ولسواليو اوسېدونکي هم د دولت او وسله والو طالبانو له خوا د تاوتریخوالي  د کمښت اوونۍ پرمهال د هغوی پر وړاندې د شته خنډونو يادونه کوي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکى سمیع الله وايي، د عامو خلکو په ورځنيو چارو او ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی .

هغه پژواک ته وويل، لويې لارې لا هم تړلې دي، ټيلېفون کار نه کوي او د پوليو واکسين چې په کليوالو سیمو کې پرې بندېز لګیدلی و، لا هغسې پاتې دى.

ددې ولايت اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د جګړې بندولو ترڅنګ دې د عامو خلکو په ژوند کې بدلونونه راولي او اسانتياوې دې ورته رامنځته کړي.

اروزکان کې د اترا ادارې او عامي روغتیا ریاست مسوولین هم مني چې هغوی ته په نا امنه سیمو کې د فعالیت اجازه نه ده ورکول شوې .

د اترا ادارې ولايتي مسوول جاوېد خپلواک پژواک ته وويل ، طالبانو هغوی ته اجازه ورنه کړه، چې  په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو بند فعالیت بياځلې پيل کړي.

د هغه په وينا، که څه هم د دوى تخنیکي ډله اماده وه، چې  ولسوالیو ته ولاړه شي، خو طالبانو ورته د تګ اجازه نه ورکوله او مخابراتي شبکې اوس هم  بندې دي.

د عامي روغتیا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل هم وويل چې په نا امنو سيمو کې اوس هم د پوليو پر وړاندې بندېز شته دى.

د نوموړي په وينا، وروستی کمپاین چې د تېرې يکشنبې په ورځ پیل شو، هغوی له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي اوونۍ په دغه لړ کې کور په کور د کمپاین تطبیق ته اجازه ورکړي، خو هغوى ورسره ونه منله.

د اروزګان ولایت مقام وایي، د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پرمهال په جګړه او بریدونو کې د پام وړ کمښت راغلی، خو ستونزې لاهم په خپل ځاى پاتې دي..

د والي ویاند زړګي عبادي پژواک ته وویل، د يادې اوونۍ له پیل راهیسې يوازې يوه امنیتې پېښه ددغه ولایت چنارتو ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.

د هغه په وينا، لاهم لويې لارې د خلکو پرمخ تړلې دي، مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لري او زرګونه ماشومان کور په کور د واکسین له کمپاین څخه بې برخې دي.

د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي بيا پژواک ته وویل، په يوشمېر ولایتونو کې خلکو د تاوتريخوالي کمېدو په بهانه ناوړه ګټه اخيستې ده، چې له همدې امله دوى په ځينو سيمو کې محدوديتونه، نه دي لرې کړي.

د يادونې ده چې د مخابراتو وزير ويلي، په دې اوونۍ کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ٧٠٠ مخابراتي پايو فعاليت پيل کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement